لوګر کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه ضد او نقیضې ادعاوې

د لوګر د مرکز پل علم اړوند د دشت بهاري په سيمه کې د ملکي خلکو پر يوه کور په هوايي بريد کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم خان صالح امريکاغږ ته وويل، پر دغه کور وروسته له هغه هوايي بريد شوی، چې د خوښۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال له خپلو کسانو سره په دغه کور کې پناه واخيستله.

هغه وويل، چې په بريد کې طالب ولسوال محمد الله او د هغه مرستيال وژل شوي او دغه راز د لومړنيو معلوماتو پر اساس د ۱۰ ملکياتو د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی، چې کابل ته انتقال شوي دي.

صالح زياته کړه، چې ممکن په دغه بريد کې ملکيان وژل شوي هم وي، خو ويې ويل چې په دې اړه به نور معلومات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

خو د بهاري سيمې يوه قومي مشر هواس خان کوچي امريکاغږ ته وويل، چې د ياد بريد په نتيجه کې ۴ ښځې او ۹ ماشومان وژل شوي او دغه راز د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ نور ټپيان دي، چې کابل ته يې انتقال کړي دي.

نوموړي وويل، هوايي بريد نن سهار شاوخوا ۸:۳۰ بجې وروسته له هغه وشوه، چې لږ وړاندې وسله والو طالبانو پر يوه هليکوپترې ډزې وکړې. د ده په وينا دوه مړي اوس هم تر خاورو لاندې دي او نور يې د سکواټر په وسيله راايستلي دي.

د ځينو نورو سرچينو په وينا دا کورنۍ د خوست ولايت اصلي اوسېدونکي وه، خو له څه مودې راهيسې يې په دشت بهاري سيمې په يوه کور کې ژوند کاوه او زياتره نارينه عربي هېوادونو ته په کار پسې تللي دي.

په ورته وخت کې وسله والو طالبانو رسنيو ته په يوه استولي بیان کې ويلي، چې د دشت بهاري په سيمه کې امريکايي ځواکونو د ملکيانو پر کورونو هوايي بريدونه کړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون يې ۱۳ کسان وژلي او ۷ نور يې ټپيان کړي دي.

دوی همدارنګه ادعا کړې، وروسته له هغه چې په دشت باري سيمه کې یې تېره شپه د ګډو ځواکونو يوه هليکوپتره رانسکوره کړله، نن سهار يې په ياده سيمه کې د ملکيانو پر کورونو هوايي بريدونه وکړل.

خو د لوګر د والي وياند سليم خان صالح له امريکاغږ سره په خبرو کې د هليکوپترې د رانسکورېدو ادعا رد کړه او ويې ويل، چې په دشت باري سيمه کې هليکوپترې کوماڼدويي ځواکونه ښکته کړي او بېرته یې الوتنه کړې ده.

د چارواکو په وينا له تېرو درې اوونيو راهيسې د لوګر په مرکز او بره کي برک ولسوالۍ کې د افغان ملي امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه پوځي عمليات روان دي.

سليم خان صالح ويلي، چې په ياده عملياتو کې يې د طالبانو درې مهم قوماندان او يو شمېر نور وسله وال طالبان وژلي دي، خو طالبانو د حکومت د دغه خبر په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.