افغانستان کې بهرنیو ځواکونو د داعش او طالبانو پرمرکزونو بمباري کړې

افغانستان کې افغان او بهرنیو ځواکونو د وسله والو طالبانو پر وړاندې هوايي بمبارۍ زیاتې کړي دي.

افغان امنیتي چارواکي وايي، چې په دوه جلا هوايي عملیاتو کې ، چې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو له خوا د ننګرهار او غزني په ولایتونو کې شوي لږترلږه د داعش او طالبانو ۱۴ وسله وال وژل شوي.

د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه اعلامیه کې د جمعې په ورځ ( تلې ۱۹مه) ویلي، چې د ننګرهار ولایت د پچیراو اګام په ولسوالۍ کې د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو په څو مرکزونو د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي دي.

د سیلاب قول اردو ویلي، چې په دغو بریدونو کې، چې د پچیراو اګام ولسوالۍ د سلیمانخیلو په کلي کې شوي د داعش شپږ وسله وال وژل شوي دي.

همداشان د غزني په ولایت کې سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې تیره شپه د بهرنیو ځواکونو یوې بې پیلوټه الوتکې د دغه ولایت د ګیرو په ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو بریدونه کړي،چې له امله یې اته طالب وسله وسله وال وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند عارف نوري امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې په دغو بریدونو کې د طالبانو څو مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

ښاغلي نوري وویل، چې د دغو بریدونو سربیره د طالبانو څخه د ګیرو ولسوالۍ د پاکولو لپاره افغان ځواکونو د څو ورځو راهیسې ځمکني عملیات هم پیل کړي دي.

د غزني د ګیرو ولسوالۍ د پکتیکا ولایت سره ګډ سرحد لري.

دګیرو ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکي ادعا لري، چې په دغه ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په لیکو کې بهرني وسله وال هم فعالیت لري.

افغان ځواکونو په وروستیو اونیو کې د غزني په ولایت کې د هغو ولسوالیو د بیرته نیولو لپاره عملیات ګړندې کړې، چې لا هم د طالب وسله والو په لاس کې دي.

لا تراوسه نه اسلامي دولت وسله والو او نه هم طالبانو د ننګرهار او غزني په ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونو کې د تلفاتو په اړه د افغان سیمه ییزو چارواکو ادعاو ته غبرګون نه دی ښودلی.

په وروستیو اونیو کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو پر خلاف په دغه هیواد کې د میشتو بهرنیو ځواکونو او افغان پوځ هوايي بمبارۍ زیاتې کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان امریکا غږ اشنا تلویزیون ته د پنجشنبې په ورځ ( تلې ۱۸ مه) وویل، چې سږکال د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان ځواکونو هوايي عملیات د تیرکال پرتله ۶۰ فیصده زیات شوي دي.

د هوايي بریدونو د زیاتیدو سره د ملکي وګړو د ژوند د خوندیتوب په هکله اندیښنې هم زیاتې شوي دي.