په افغانستان کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې له کورنیو چارو وزارت څخه د دغه وزارت د ویاند طارق ارین د وروستیو څرګندونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین یوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو موادو په انتقال باندې تورنه کړې ده.
نوموړي نن دوشنبه مارچ ۱۵ (کب ۲۵) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په دې اړه جدي پوښتنې وجود لري او په وینا یې څېړنې روانې دي.
ښاغلي ارین د رسنۍ د نوم او د پېښې اړوند نور معلومات نه دي ورکړي: "په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې يوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري. په دې اړه جدي پوښتنې وجود لري او موږ مطلوب ځواب ته د رسېدو لپاره کار کوو."
په خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې يوه خصوصي رسنۍ د چاودېدونکو توکو په لېږد کې لاس لري. په دې اړه جدي پوښتنې وجود لري او موږ مطلوب ځواب ته د رسېدو لپاره کار کوو.
— Tariq Arian (@TariqArian3) March 15, 2021
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت یادو څرګندونو د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه اندېښمنه کړې او له یاد وزارت څخه یې غوښتي چې دغه مسئله روښانه کړي.
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د جندر د برخې مسؤلې وحیدې فیضي امریکا غږ ته وویل:"کورنیو چارو وزارت یو معتبر بنسټ دی چې د خلکو د امنیت د ټینګښت برخه کې کار کوي، موږ دا توقع نه لرو چې د دولت یو مهم او معتبر بنسټ داسې خبرونه خپاره کړي چي صحت ونه لري، عامه اذهان ګډوډ کړي په ځانګړي ډول پر یوې رسنۍ تور ولګوي."
یادې کمېټې په دې اړه اعلامیې کې هم ویلي: "د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې په ظاهره داسې بریښي چې د کورنیو چارو وزارت د ویاند خبرې هراړخیزه نه دي. کمیټه باور لري چې له یوه دولتي ادرس څخه ګنګې او عمومي څرګندونې د اندیښنې وړ دي. او کیدای شي ددغې ادارې اعتبار زیانمن کړي."
د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په اوسنیو شرایطو کې یادې څرګندونې د بیان پر آزادۍ او رسنیو باندې سخت ګوزار بللی دی.
یادې کمېټې زیاته کړې: "د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه له کورنیو چارو وزارت څخه په جدي توګه غواړي ترڅو دا مسله تعقیب کړي. که دا تورونه ناسم ثابت شي، د افغانستان د قوانینو د تطبیق برخه کې دې اړین ګامونه پورته شي."
خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین په دې اړه پر خپلو څرګندونو باندې په ټینګار سره ویلي: "د هغه څه په اړه چې خپاره کړي مي دي ډير ژر نور جزئیات خپروم."
اکنون در مرحله انکشاف هستیم و آنچه نشر شده است مستند میباشد. شواهد انکار ناپذیر موجود است و ممکن پهلوهای دیگر در قضیه دخیل باشد.
— Tariq Arian (@TariqArian3) March 15, 2021
په داسې حال کې چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې پر خبریالانو هدفي بریدونه زیات شوي یادو څرګندونو بحثونو راپارولي دي.