د عالمزیب محسود په پټ مخ محکمې ته وړاندې کولو ته غبرګونونه

د پښتون تحفظ تحریک غړی عالمزیب محسود چې د جنورۍ په ٢١مه په پاکستان کې پولیسو نیولی و، یوه ورځ وروسته یعني د جنورۍ په ٢٢مه په داسې حال کې محکمې ته وړاندې کړی شو چې د هغه مخ یې پټ کړی و.

د ښاغلي محسود په پټ مخ محکمې ته راوستلو ته د پي ټي ایم د مشرانو سره سره د بشري حقونو فعالینو سخت غبرګون ښودلی دی.

د وزیرستان نه د پاکستان د پارلمان غړي او د تح‏ریک اساس ایښودونکي غړي محسن داوړ د عالمزیب محسود محکمې ته د وړاندي کولو، او د هغه پخواني پولیس مشر چې د ۴٠٠ کسانو پرته د محاکمې قتلونو تور پرې دی، عکسونه یو ځای شریک کړل او داسې تبصره یې ولیکله:

"د یو قاتل راو انور او د سوله غوښتونکي فعال سره په چلند کې توپیر. دا عکس په زغرده د پاکستان استازیتوب کوي. دا په سختۍ د غندنې وړ او شرمناک دي."

د محسن داوړ برسیره په سلګونو تنو نورو کسانو هم دغه عکس په خپل ټویټر شریک کړ او د حکومت نه یې د عالمزیب د جرم پوښتنه وکړه.

د پاکستان حکومت په ٢٦ کلن عالمزیب محسود ( چې پولیسو د جنورۍ په ٢١ په کراجۍ کې ونیوه) د ترهګرۍ او د مختلفو قامونو ترمنځ د کرکې او تعصب خپرولو تورونه لګولي دي.

د ټولنیزو رسنیو فعال محمد سلیم په څپل ټویټر ولیکل:

"عالمزیب په داسې حال کې محکمې ته وړاندي شو چې په لاسونو کې یې بېړۍ وې او مخ پټ شوی، هغه ترهګر او یا جنایتکار نه‌دی خو د قانون په اساس د پښتنو د حقونو مبارزه کوي."

عالمزیب محسود د پي ټي ایم یو مهم غړی ګڼل کیږي ځکه هغه د هغو کسانو په اړه معلومات راټول کړي چې په وزیرستان کې په خښو شوو ماینونو کې وژل شوي او یا هم زخمي شوي وي.