د پوتین سرسخته منتقد الکسي ناوالني په زندان کې مړ شو

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سر سخته سیاسي منتقد الکسي ناوالني چې د فبرورۍ په ۱۶مه د روسیې په یو زندان کې مړ شو.

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سر سخته سیاسي منتقد الکسي ناوالني د جمعې په ورځ فبرورۍ ۱۶ (سلواغې ۲۷) د شمال قطب ته څیرمه په یو زندان کې مړ شو.

۴۷ کلن ناوالني چې د کلونو راهیسې د ولسمشر ولادیمیر پوتین او د هغه د تګلارو تر ټولو سخت منتقد و، لږ وروسته له هغې چې د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۱۷ له جرمني څخه د مسکو یو هوایي ډګر ته ورسید ونیول شو. هغه تیر کال په روسیه کې د مسموم کیدو وروسته بیا جرمني ته د درملنې لپاره انتقال شوی و.

ناوالني او ملاتړو یې د هغه د مسمومولو پړه پر کرملین اچولې وه او همدارنګه تور یې لګولی وو چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغه د وژلو امر کړی دی؛ هغه تور چې کرملین په وار وار رد کړی دی.

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، د ولادیمیر پوتین ددغه سر سخته منتقد او سیاسی مخالف (ناوالني) وضعیت په زندان کې له قدم وهلو وروسته یو ناڅاپه خراب شو او ورپسې بیسده شو. د هغه د مړینې لامل لا تر اوسه څرګند نه دی.

ناوالني کله چې په زندان کې و، په ټیټ کیفیت ویډیوګانو کې چې د هغه د پلویانو لخوا په پټه ثبت کیدلې، پر اوکراین د روسیې د پوځې یرغل په خاطر یې په پوټین سختې نیوکې کولې.

د هغه پیغامونه چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د نوموړي‌ ملاتړو ته استول کیدل، د پوتین له پیغامونو سره چې دوه لسیزې څخه زیات په واک کې دی، په تضاد کې وو.

د ۲۰۲۰ م کال په جون کې، د روسیې حکومت د ناوالني بنسټ "یو افراطي" بنسټ وباله او د هغه فعالیت یې غیرقانوني اعلان کړ. همدارنګه د ناوالني د پلویانو اړوند یو شمیر ویب پاڼې یې وتړلې.

ناوالني د ۲۰۲۰ کال د اګست په ۲۰مه نېټه، له سایبریا څخه مسکو ته د تګ پر مهال د چای له څښلو وروسته ناروغه شو او روغتون ته یووړل شو، چې د ده په خبره د کرملین په لارښونې مسموم شوی و، خو روسي چارواکو دا تورونه رد کړي دي.

ناوالني په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې روسیه د یو بې وزله او لوټ شوي ولس سره په جګړه بوخت ده او "لسګونه زره انسانان د ۲۱مې پیړۍ په یو بې معنا جګړه کې وژل کېږي."

د ناوالني دغه نیوکې، چې دهغه د زرګونو ځوانو پلویانو په منځ کې یې انګازې واچولې، کرملین په غوسه کړ. د بشري حقونو ډلو د روسیې پر حکومت تور ولګاوه چې د هرې ممکنې لارې خپل مخالفین له منځه وړي، خو د ولسمشر پوتین د دغه منتقد وژل کېدل د روسیې د اوسني حکومت د مخالفینو د ځپلو په اړه اندېښنې زیاتوي.

په ۲۰۱۸م کال کې، ناوالني په ټوله روسیه کې د ولسمشرۍ لپاره کمپاین پیل کړ او په هغه هیواد کې یې د فساد په اړه د تحقیقاتو پایلې یې خپرې کړې، یو داسې اقدام چې کرملین یې شرمنده کړ. د پوتین د دغه سر سخته منتقد کمپاین او سیاسي فعالیت د دې لامل شو چې د روسیې زرګونه وګړي واټونو ته را ووځي.

د نیول کېدو او زنداني کېدو له وېرې سره سره، ناوالنې د مسمومېدو له درملنې وروسته له جرمني څخه روسیې ته راستون شو او مخکې له دې چې د روسي چارواکو له خوا ونیول شي، خپلو پلویانو ته یې پیغام ورکړ، چې د روسیې پلازمېنې مسکو ته رسېدلی دی.

د هغه نیول په روسیه کې د تر ټولو لوی لاریون لامل شو، چې په تیرو لسیزو کې بې سارې و. د دغو لاریونونو په ترڅ کې زرګونه مظاهره چیان چې د نووالني د خلاصون غوښتونکي وو، ونیول شول.