لاریجاني: د افغانستان حکومت بهرنیو ځواکونو ته اړتیا نه لري

ښاغلي لاریجاني ادعا کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ددې هیواد د ودې او پرمختگ مخنیوی کوي

د ایران د پارلمان رئیس علي لاریجاني وایي د افغانستان حکومت او ولس کولای شي د بهرنیو هیوادونو د مرستې پرته تروریستي ډلو ته ماتې ورکړي.

ښاغلي لاریجاني د جنوبي کوریا په سیول کې د اروپا او اسیا د پارلمانونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان د پارلمان د رئیس عبدالروف ابراهیمي سره په لیدنه کتنه کې وویل "په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا نشته ځکه افغانان پخپله کولای شي چې د ترهگرو پر ضد وجنگیږي".

د افغانستان د پارلمان رئیس ښاغلي ابراهیمي بیا په خپل ویلي چې هیواد یې د یوې مناسبې لارې چارې په لټه کې دی چې تروریزم نابود کړي ترڅو ددې اور لمبې گاونډیو هیوادونو ته پراخې نشي.

د ارگ غبرگون

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند شاه حسین مرتضوي د امریکا غږ ته وویل چې افغانستان پخپله د خپل سرنوشت او د هیواد د گټو په هکله تصمیم نیسي.

ښاغلي مرتضوي وویل "لومړی دا چې افغانستان افغانستان د خپل سرنوشت او د افغانستان د گټو په هکله پخپله تصمیم نیسي او بل چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په هکله تصمیم ونیسي. دوهم، د ترهگرۍ پر ضد جگړې مسؤلیت د افغانستان د امنیتي ځواکونو په په غاړه دی".

اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۳۴۰۰ نړیوال سرتیري چې ۸۲۰۰ یې امریکایان دي میشت دي او د هغوی ماموریت افغان ځواکونو ته د زده کړو، مشورې ورکول او ملاتړ کول دي.

ښاغلي مرتضوي وایي چې د افغانستان حکومت په افغانستان کې د ناټو د پوځي ماموریت د رول هرکلی کوي.

د فارس د خبري اژانس په وینا ښاغلي لاریجاني ادعا کړې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ددې هیواد د ودې او پرمختگ مخنیوی کوي.

خو د افغانستان د جمهور رئیس ویاند ویلي دي چې په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې شتون د هیواد د ودې او پرمختگ سبب شوی دی.

د ښاغلي مرتضوي په وینا په څه دپاسه تیره یوه نیمه لسیزه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ "ددې سبب شوی چې افغانستان د زده کړو، روغتیا، زراعت او زیربنایي چارو په برخو کې ښه لاسته راوړنې ولري".

د ښاغلي لاریجاني څرگندونې په داسې حال کې شوي چی امریکایي مقاماتو ایران د افغان طالبانو نه په ملاتړ تورن کړی دی. واشنگټن د ایرام اسلامي جمهوریت د ترهگرۍ ملاتړی هیواد گڼي.