علي وزیر: که پوځ دا ثابته کړه چې په نظامي عملیاتو کې یې ۵۰ ترهګر وژلي، پارلمان پریږدم

د پاکستان د پارلمان غړی، علي وزیر وایي که پوځ دا ثابته کړله چې د ضرب عضب او راه نجات په نظامي عملیاتو کې یې پنځوس ترهګر وژلي وي، د پارلمان د غړیتوب نه لاس اخلي.

د پاکستان پوځ وایي چې دغه دواړه عملیات په قبایلي سیمو کې د "ترهګرو" د ځپلو لپاره شویدي خو علي وزیر وایي چې ډیر زیان پکې د سیمې عامو خلکو ته رسیدلی.

ښاغلي وزیر دغه څرګندونې د پاکستان ملي اسامبلې ته په وینا کې وکړلې. هغه وویل: " زه خدای حاضر او ناظر ګڼم چې پدې عملیاتو کې چې څومره زیان هم رسیدلی، هغه عامو خلکو ته رسیدلی. دوي وایي چې هلته مو نظامي عملیات کړي. که پدې عملیاتو کې دوي ثابته کړله چې حتی ۵۰ ترهګر وژل شوي، زه استعفا ورکوم".

علي وزیر د پاکستان په ملي اسامبلې کې د جنوبي وزیرستان استازی او د پښتون ژغورنې د غورځنګ مخکښ غړی هم دی.

ښاغلي وزیر پخپلو خبرو کې همدرانګه وویل په جنوبي وزیرستان کې د هغه د کورنۍ غړي پدې تور زیانمن شوي چې د پاکستان د پوځ سره یې همکاری کوله. د علي وزیر د څرګندونو پر وخت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر هم په عمومي اسامبلې کې ناست و او کله چې ښاغلي وزیر په نظامي عملیاتو کې د ملکي خلکو د زیان خبره کوله، د کورنیو چارو وزیر غوښتل د تالار نه ووځي خو د پارلمان رئیس ورته د کښیناستلو امر وکړ.

د پارلمان بل غړي محسن داوړ هم چې د علي وزیر سره یو ځای تر څلورو میاشتو بند تیرولو نه وروسته یې په پارلمان کې وینا کوله وویل چې " د پاکستان د ادارو نه د وفاداراۍ سند ته ضرورت نه لري او اوس د پاکستان ریاست دیته اړ دی چې هغوي ته خپله وفاداري وښایي"

د همدې روان کال (۲۰۱۹) د می د میاشتې په ۲۶مې د شمالي وزیرستان د خړ کمر په سیمې کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د غړیو او پاکستانيعسکرو تر منځ په یوې شخړې کې شاوخوا ١٦ تنه ووژل شول.

د پاکستان پوځ ادعا کړي وه چې د پښتون تحریک غړیو پرې برید کړی و او یو عسکر یې وژلی دی خو د غورځنګ مشرانو دغه تورونه رد کړیدي او وایي چې بی وسلې غړي یې وژل شویدي.

د دغې پیښې نه وروسته د پاکستان پولیسو محسن داوړ او علي وزیر د قتل او ترهگرۍ په تورونو ونیول او نږدې څلور میاشتې یې بندیان کړل. وزیر او داوړ د سپتمبر په ۲۱مه نیټه د خیبر پښتونخوا د هري پور زندان څخه په ضمانت خوشې شول.