ویلز:د طالبانو سره د خبرو لپاره د پاکستان د پریکړې په انتظار یو

د امریکا د بهرنو چارو د وزارت یوې چارواکې په کابل کې د خپل سفر په وخت خبریالانو ته ویلي چې د سولې د خبرو په اړه گاونډي ملکونه مرسته کولی شي خو پاکستان پوره اقدامات ندي کړي

د امریکا د بهرنو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د برخې مسوله ایلس ویلز په کابل کې د خبریالانو سره د خبرو په مهال وویل چې د طالبانو د خبرو نه انکار اوس د زغملو وړ ندی. هغې زیاته کړه چې طالبانو اوس د خبرو لپاره فشار زیات شویدی.

رویټرز د اغلې ویلز له قوله وایي چې په خبرو اترو کې ترټولو لوی خنډ هغه طالبان دي چې په افغانستان کې نه اوسیږي.

اغلې ایلس ویلز زیاته کړه چې د افغان ولس سوله غواړي او په اختر کې د اوربند په مهال د افغان عسکرو او د طالب وسله والو عسکونه د دې خبرې شاهدي ورکوي.

د ٢٠٠١ کال نه وروسته چې امریکا په افغانستان کې د طالبانو ضد خپلو عملیاتو ته دوام ورکړیدی، دا لمړنې ځل و چې په افغانستان کې دری ورځې اوربند ولمانځل شو.

ولسمشر غني د اوربند د مودې د غځولو سره سره دا هم اعلان وکړ چې طالبان چیرته وغواړي، خبرې ورسره کوي خو طالبانو نه یواځې اوربند و نه غځاوه خو د سولې خبرو وړاندیز ته یې هم څه ځواب ونه ویل.

طالبانو د سولې لپاره د پرلت کونکو په اړه په یوې اعلامیې کې تور ولگاوه چې دغه پرلت کونکو د دوي وسله وال مقاومت چې دوي یې جهاد بولي د افغان وژنې په حیث معرفي کړی او دا چې په دغو پرلتونو کې د امریکا استخباراتي کارکونکي د قومي مشرانو په نوم دخیل دي او دا چې پرلت کونکي په افغانستان کې د بهرنیو د شتون په اړه هیڅ څه نه وایي.

ایلس ویلز دا هم وویل چې د امریکا لخوا د سولې لپاره د مذاکراتو او په افغانستان کې د بهرنو ځواکونو د راتولکې په اړه د خبرو د وړاندیز نه وروسته اوس د طالبان د خبرو نه کولو هیڅ وضاحت نه لري.

ایلس ویلز دغه څرگندونې پاکستان ته د سفر نه مخکې کړیدي. هغه به په پاکستان کې د لوړپوړو چارواکو سره د افغانستان د وضعیت په اړه وغږیږي.