کرونا ویروس؛ افغانستان ته ټولې نړیوالې الوتنې بندې شوې

عکس (ارشیف)

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپریدو وروسته ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو دغه هیواد ته خپلې الوتنې ځنډولي دي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې د خپرونو او عامه اړیکو رئیس محمد نعیم صالحي نن چهارشنبه اپرېل ۸(وري۲۰) امریکا غږ ته وویل چې اوس افغان هوايي شرکتونه په یو اړخیز ډول له یو شمیر هیوادونو څخه هغه افغانان خپل هیواد ته ستنوي چې د کرونا ویروس د خپریدو د اندیښنو له امله هلته بند پاتې شوي دي.

ښاغلي صالحي زیاته کړه:" اوس مهال ټولو هیوادونو ته الوتنې بندې شوي، یوازې یو اړخیزې الوتنې ترسره کیږي چې د هغو مسافرو د لیږد لپاره چې په بهرنیو هیوادونو کې بند پاتې دي".

ښاغلي صالحي وویل چې په تیرو دوو اونیو کې اریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو د نوي ډیلې، انقرې او د دوبۍ له ښارونو څخه په څو پرله پسې الوتنو کې ۴۵۲۷ افغان مسافر افغانستان ته ستانه کړي دي.

هغه وویل چې دا بهیر لا دوام لري چې په ترڅ کې به له نورو هیوادونو لکه کویټ، عمان او قزاقستان کې هم ایسار افغانان انتقال شي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې دغه چارواکی وايي چې د چین د ووهان په ښار کې د شاوخوا ۶۴ افغان محصلینو او د هغوی د کورنیو د غړو د لیږد په اړه پریکړه لا نه ده شوې.

ټاکل شوې په دې مسله کې به د افغانستان د جمهور رئیس د دوهم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ د کرونا د ویروس د خپریدو د مخنیوي د کمیټې له خوا پریکړه وشي.‎

افغان حکومت په پام کې لرله چې د ووهان له ښار څخه افغان محصلین او د هغوی د کورنیو غړي راوباسي، خو د احتیاطي تدابیرو له امله یې دا کار ونه کړ.

اوس د چین د ووهان له ښار څخه په ورکړل شوو رپوټونو کې ویل شوي چې په دغه ښار کې ژوند بیرته عادي حالت ته مخ په ګرځیدو دی.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن چهارشنبې تر سهار اپریل۸ (وري۲۰) پورې ۸۲۹۹۲ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي. دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۴ هېوادونو کې خپور شوی دی.

په افغانستان او سیمه کې د کرونا د ویروس د خپریدو وړاندې د هند هوايي کرښې او یو هندي شرکت د الوتنو ترڅنګ د ترکیې، امارات، فلی دوبۍ او د پاکستان پي آی اې هوايي شرکت کابل او د دغو هیوادونو د لویو ښارونو ترمنځ الوتنې کولې.

همداشان د افغانستان اریانا هوايي شرکت او کام ایر هوايي شرکت هم د سیمې یو شمیر هیوادونو ته منظمې الوتنې کولې.