تر پنځه کلونو کم عمره ماشومان باید په منظم ډول واکسین شي

روغتیايي مسولین وايي، مور پلار باید خپلو ماشومانو ته په منظم ډول د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي چې په ګوزڼ اخته نه شي او هر ماشوم باید لږ تر لږ پنځه دوره واکسین واخلي، ځکه هغه ماشومان چې له پنځه دورو زیات د پولیو څاڅکي اخلي په ګوزڼ له اخته کیدو څخه ژغورل کیږي.

د کندز یو تن ډاکټر شیر محمد شیرزی وايي چې د پولیو ضد واکسین د ماشومانو بدن د دغه ویروس په مقابل کې وقایه کوي، خو د ځینو ماشومانو بدن د پولیو د ویروس په مقابل کې زر نه وقایه کیږي او ډیر ځلې باید ورته د پولیو واکسین وشي.

هغه وویل"دا ویروس ماشومان له پنځه کلنۍ څخه په کمه موده کې فلج کوي، ماشوم باید هر ځل د پولیو په کمپاین کې واکسین شي ځکه چې بدن یې د ګوزڼ په مقابل کې قوي شي".

د کندز د کتلوي معافیت امر غلام جیلاني عطايي وايي، هغه ماشومان هم په پولیو اخته کیدای شي چې په منظم ډول یې د پولیو څاڅکي نه وي اخیستی:

ده وویل"کوم ماشومان چې عمر یې له پنځه کالو نه ټیټ وي او منظم واکسین یې کړي وي له ګوزڼ څخه محفوظ دی، او هغه ماشومان چې په منظم ډول یې د پولیو څاڅکي نه وي اخیستي نو دا مهمه نه ده چې دوه ځل یا درې ځل یې واکسین کړی نو په پولیو به نه اخته کیږي، بلکه تر خطر لاندې راتلای شي، کله کله هغه ماشومان هم په پولیو اخته کیږي چې دوه یا درې ځل یې د پولیو هم کړي وي".

د کندز د چاردرې ولسوالۍ د عیسی خیلو د کلي اوسیدونکی عبدالرحمن وايي، چې مشر ماشوم ته یې د پولیو پوره واکسین ورکړی دی، خو اوس یې چې کوم دوه کلن ماشوم کلینک ته راوړی و؛ یوازېاوه میاشتې پخوا یې یو ځل د پولیو څاڅکي ورکړي دي:

هغه وویل"مونږ چې کله ماشومان بازار ته راولو نو د خاکنۍ په سیمه کې ماشومانو ته واکسین کوي، دغه زوی ته یې واکسین نه دي کړي، اوه میاشتې وړاندې مې ورته څاڅکي ورکړي خو اوس چې زمونږ په سیمه کې ناامني ده د پولیو واکسین هم نه راځي هغه وخت چې به کله د واکسینو لپاره په جومات کې اعلان وشو نوبت به پرې نه کیده".

عبدالرحمن زیاتوي، هیڅ پلار نه غواړي چې ماشومان یې ګوزڼ وهي، خو د ماشومانو په واکسین کولو کې بې پروايي د هغو اولادونه معلولولی شي .

ډاکټران وايي چې د پولیو دوه څاڅکي واکسین د انسان د سالم ژوند تضمین کوي، خو که دغه دوه څاڅکي په منظم ډول ماشومانو ته ورنه کړل شي کیدای شي اولاد یې د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار شي.