د برازیل په امازون ځنګلونو کې د اور لمن په پراخېدو ده

مکرون: امازون یا هغه سږي چې د ځمکې د اړتیا وړ په سلو کې شل اکسجن تولیدوي

د برازیل حکومت په امازون ځنګلونو کې د اور د کابو کولو لپاره عسکر لیږلي دي، د برازیل حکومت وروسته له هغه دا پرېکړه وکړه چې د اروپايي ټولنې مشرانو خبرداری ورکړ که برازیل د امازون اور کنټرول نه کړي، دوی به ورسره لویه سوداګریزه موافقه لغوه کړي.

په دې انځور کې چې له ناسا څخه اخیستل شوی ښکاري، چې د اور له امله ډیر ژوي او ونې له منځه تللي او په بې ساري سرعت ځنګلونه سوځوېدلي.

د چاپیریال ساتنې ډلې او څیړونکي وایي، د لرګیو سوداګر او کروندګر ښایي دې باراني ځنګلونو ته اور اچولی وي چې ځکمه د کار و بار د پیلولو لپاره وکاروي.

د بولسونارو یوه تګلاره دا ده چې ځنګلونه له منځه لاړ شي او پر ځای یې زیاته ځمکه د کرلو لپاره ورکارول شي.

د برازیل ولسمشر دغه انتقاونه ردوي او وایي"ډیر قوي شک موجود دی چې دا به د هغو NGOs کار وي چې فدرالي حکومت پرې مرستې بندې کړي دي."

سره له دې چې ولسمشر بولسونارو د اور د وژلو لپاره پوځ لیږلی، ټینګار کوي چې اور تر نورو کلونو ډیر ناوړه نه دی. خو د برازیل فضایي اداره دا نه تصدیقوي.

څیړونکو سږکال تر اوسه شاوخوا ٧٣٠٠٠ اورلگېدنې ثبت کړي دي چې د تیر کال په پرتله اتیا سلنه زیاتوالی ښیي. د دغو اورونو نیمایي په امازون سیمه کې بل دي.

د نړۍ ځینو مشرانو په تویتر کې په دې اړه اندیښنه څرگنده کړې ده.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د امازون اور یو نړیوال بحران بللی.

مکرون د اوو سترو صنعتي هیوادونو په سرمشریزه کې وویل امازون یا هغه سږي چې د ځمکې د اړتیا وړ په سلو کې شل اکسجن تولیدوي، د سوځېدو په حال کې دي او د دې اور په وژلو کې یې د فرانسې ژمنه اعلان کړه.

امازون د نړۍ تر ټولو لوی باراني ځنګل دی چې د برازیل او بولیویا په ګډون د جنوبي امریکا په څو هیوادونو کې تیر شوی.

دا ځنګلونه د نړۍ شل سلنه او کسیجن تولیدوي او د کارین دای اوکساید زیاته برخه جذبوي.

په دغه ځنګلونو کې درې میلیونه ډوله ونې، بوټي او ژوي موندل کېږي او یو میلیون بومي انسانان پکې ژوند کوي.

ساینس پوهان په دې باور دي چې د امازون د ځنلگونو له منځه تلل د اقلیم د تودوخې لامل کیدای شي.