مالی في: امریکا او طالبان د تشدد په کموالي موافقې ته رسیدلي

مالي في د افغانستان د پخلاینی لپاره خاصه مرستیاله. نوموړی پخوا په سودا کې سفیره وه.

زموږ لومړیتوب سوله ده او موږ په دې باوریو چی د زیاترو افغانانو به هم همدا لومړیتوب وي چی سوله راولو.

د سولې او پخلاینې په برخه کې د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد مرستیاله میرمن مالي في وايي د ولسمشر په توګه د غني بیا ځلي ټاکل کیدل او له طالبانو سره د تاوتریخوالي کمولو پر سر موافقې ته رسیدل دوه مهم پرمختګونه دي.

سفیرې في په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انستیتوت کې د سولې د مذاکراتو پر څرنگوالي، بریالیتوب او احتمالي ستونزو خبرې کړې دي.

نسیم ستانیزي دې غونډې ته تللی او دا رپوټ یې پرې جوړ کړی دی:

Your browser doesn’t support HTML5

د تشدد کمول

سفیره مالی في وايي مهمه داده چی د ا مریکا او طالبانو ترمنځ تړون به د افغاانستان د حکومت، طالبانو او د افغانستان د مهمو مشرانو ترمنځ د مذاکراتو لپاره دروازه پرانیزي.

د هغې په وینا "په دغو خبرو کې به افغانان د خپل هېواد لپاره آینده سیاسی ستونزې اوارې کړي."