د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په بگرام کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده او دغه تروریستي برید یې سخت غندلی دی.
په افغانستان کې د امریکا پوځ وایي د دوشنبې په ورځ (وري ١٩) د بگرام په ولسوالۍ کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې درې امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
ښاغلي پمپیو ویلي دي چې دا ډول بزدلانه تروریستي اعمال سولې ته د رسیدو په لار کې زمونږ د هڅو مخه نشي نیولای.
هغه په خپل ټویټر لیکلي چې "امریکایي سرتیرو په افغانستان کې ځانونه قربان کړل چې مونږ خوندي اوسو".
My heartfelt prayers to the families of the Americans killed near Bagram. I condemn this disgusting terrorist act. U.S. service members have sacrificed their lives in Afghanistan to keep us safe and no cowardly act of terror will impede our efforts to achieve peace.
— Secretary Pompeo (@SecPompeo) April 9, 2019
د امریکا او ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت ویلي دي چې د دریو تنو د وژل کیدو تر څنگ درې تنه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
طالبانو ددغه برید مسولیت منلی دی او ویلي یې دي چې د دوی یو ځانمرگي بریدگر په چاودیدونکو توکیو ډک موټر د ناټو ځواکونو اډې ته نژدې چولی دی. خو د طالبانو دغه ادعا تر اوسه په مستقله توگه نده تائید شوی.
دغه امریکایي سرتیري پداسې حال کې د طالبانو په برید کې وژل کیږي چې دغه ډله د افغانستان د جگړې د پای ته رسولو په مقصد د امریکایي استازو سره د خبرو بل پړاو ته تیاری نیسي.
تر اوسه د طالبانو او امریکایي استازو ترمنځ لږ تر لږه پنځه ځلې د تړلو دروتزو تر شا خبرې شوې دي او مقاماتو ویلي دي چې پدغو مذاکراتو کې پرمختگ هم شوی دی.
د طالبانو او امریکایي هیت ترمنځ د خبرو یوه موضوع د افغانستان نه د امریکایي او بهرنیو سرتیرو وتل دي. په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکایي سرتیري میشت دي چې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې په عمومي توگه افغان سرتیرو ته د زده کړو ماموریت ترسره کوي.
سرتاسري اوربند او د "بینالافغاني" مذاکراتو پیل د طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بل پړاو گڼل شوی دی.
امریکایي مقاماتو ویلي دي تر هغه چې پدغو ټولو برخو باندې موافقه ونشي د طالبانو سره سوله به بشپړه نشي. پدغو مواردو کې دا تضمین هم شامل دی چې افغانستان به په راتلونکې کې د هیڅ یو بهرني هیواد په وړاندې گواښ نه وي.