په افغانستان کې د امریکا د جنګ ۶۰۰۰ ورځې تېرې شوې

د افغانستان جنګ د امریکا تر ټولو اوږد جنګ بلل کیږي

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په یولسمه د القاعده ډلې یو شمېر ترهګرو د نیویارک پر اسمانڅکو ودانیو بریدونه وکړل او بیا امریکا په افغانستان کې ښکېله شوه.

د دوشنبې ورځ د (مارچ۱۲) په افغانستان کې د امریکا د پوځي ښکېلتیا ۶۰۰۰ ورځې پوره کیږي. امریکايي ځواکونو د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر اوومه په افغانستان کې پر طالبانو بریدونه پیل کړل.

د افغانستان جنګ د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږد جنګ بلل کیږي چې د ترهګرو سره د مبارزې او افغان حکومت په ننګه روان دی.

په امریکا کې د واتسن پوهنتون د یوې څیړنې له مخې، د ۲۰۰۱ نه د ۲۰۱۶ کال تر نیمايي په افغانستان کې څه باندي ۱۱۱۰۰۰ کسان په جګړو کې ووژل شول. په وژل شوو کې ۴۲۰۰۰ طالبان، ۳۱۰۰۰ ملکي خلک، ۳۰۰۰۰ افغان پوځيان، ۶۰۰۰امریکايي پوځيان او قراردادیان، ۱۱۰۰ د ناټو پوځيان، او سلګونه خبریالان او د بشري چارو کارکوونکي دي.

په تیرو دوو کالو کې هم، په زرګونو کسان په افغانستان کې په وسله والو نښتو، چادونو او بمباریو کې وژل شوي دي.‌

د امریکا د سياسي او بهرنیو اړیکو مشهور کالم لیکونکي جورج ویل په خپل تازه کالم کې پوښتلي چې امریکا به نور څومره په افغانستان کې پاتې شي؟

دغه کالم د یکشنبې په ورځ په واشنګټن پوسټ خپور شوی دی. په کالم کې راغلي دي چې امریکايي ځواکونه د اروپا په راین کې ۷۳ کلونه او په جنوبي کوریا کې ۶۸ کلونه کیږي چې مېشت دي او د سړې جګړې په ګټلو کې یې مهمه ونډه لرله.

لیکوال وايي شاید امریکایي ځواکونه په افغانستان کې هم ۱۰۰۰ ورځې او یا ۶۰۰۰ ورځې نورې هم پاتې شي، خو ښه به وي چې امریکا په دې اړه لږ وضاحت ورکړي چې "امریکايي ځواکونه به څنګه دښمن ماتوي او یا لږ تر لږه طالبان څنګه دفاعي حالت ته مجبوروي،" لیکوال ځينې نورې پوښتنې هم کړې دي.

په لیکنې کې پر افغانستان د نوي لیکل شوي کتاب ډایریکټراس څخه هم ځينې جملې اخیستل شوې او وايي " امریکا په افغانستان کې پر داسې یو ماموریت بوخت دی چې ایتلافي پاکستان یې په څنګ د دغه ماموریت پر ضد د روان جنګ ننګه کوي.

د شمېرو له مخې پر دغه جنګ تر دې مهال یو تر تریلیون ډالرو زیات لګېدلي او څه باندې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېري هم په کې وژل شوي دي.

دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي ځواکونه په افغانستان کې د افغان امنیتي ځواکونو په روزونې، تجهیز او هغوی ته په سلا مشورو ورکولو بوخت دي چې طالب بغاوت، داعش جګړه ماران او نور ترهګر وځپي.