سیدني: د امریکایي پوهنتون د هر ډالر حساب ورکوو

د افغانستان امریکایي پوهنتون د نیویارک ټایمز راپور رد کړی

په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون د بورډ مشر ډیوید سیدني وایي په دغه پوهنتون باندې د هر ډالر د مصرف حساب ورکوي.

ښاغلی سیدني د نیویارک ټایمز راپور رد کړ او وايي د هر ډالر پر وړاندې حساب ورکوي. ښاغلي سیدني د امریکا غږ اشنا ټلویزیون سره په مرکه کې وویل چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د امریکا له حکومت او خصوصي سرچینو څخه پیسې ترلاسه کوي او ټول کولای شي چې په دې هکله مالي اسناد وګوري.

ډیوید سیدني زیاته کړه "مونږ د نیویارک ټایمز د راپور په اړه چې پکې ناسمې څرگندونې شوې دي، جدي دریځ لرو. متاسف یم. حقیقت دا دی چې مونږ د هر ډالر په بدل کې د امریکا له حکومت او خصوصوي سرچینو څخه مو تر لاسه کړې حساب ورکوو. د تاسف وړ ده چې نیویارک ټایمز د نا مالومو سرچینو په وینا یې پر مونږ دا ډول تورونه لگولي دي. مونږ له رسنیو غوښتتي دي چې دا مقاله خپلو ویب پاڼو څخه لرې کړي."

نیویارک ټایمز د افغانستان پر بیارغونه د امریکا د څار ادارې یا سیګار له قوله لیکلي د افغانستان امریکايي پوهنتون چارواکي په دې بریالي شوي نه دي چې په دغه پوهنتون د مصرف شویو درې شپیتو میلیونو ډالرو حساب معلوم کړي.

ښاغلي سډني وویل په افغانستان کې امریکايي پوهنتون د پټ ساتلو دپاره څه نلري او ددی پوهنتون د فعالیت په اړه هرډول معلومات د ټولو سره شته. د امریکايي پوهنتون نه په تیره لسیزه کې ۱۲۸۱ محصلین فارغ شوي.

د افغانستان امریکایي پوهنتون په ‌دغه پوهنتون کې د میلیونونو ډالرو د ورکېدو په اړه د نیویارک ټایمز راپور رد کړی دی.

دغه پوهنتون څو ورځې مخکې په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې نیویارک ټایمز د مې په دېرشمه د دوی په اړه غلط راپور خپور کړی د دوی تېر ایستونکی تصویر یې خلکو ته وړاندې کړی

د افغانستان امریکايي پوهنتون زیاته کړې چې دوی د امریکا حکومت ته وخت په وخت د خپلو حسابونو راپور وړاندې کوي.