د بخښنې نړیوال سازمان او ملګرو ملتونو د طالبانو له بنده د استاد مشعل د ازادېدو غوښتنه وکړه

استاد اسماعیل مشعل د یو شمیر نجونو او میرمنو ترمنځ

د بخښنې نړیوال سازمان او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي د طالبانو له بند څخه په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل د ژر تر ژره خلاصېدو غوښتنه کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ ناوخته فبرورۍ درېمه (سلواغې ۱۴) پر خپل ټویټر پاڼه ولیکل، ښاغلي مشعل چې د ښځو حقوقو د نقض په غبرګون کې سوله ییز اعتراض پيل کړی و، د طالبانو اړوند کسانو لخوا په «خپل سري» توګه تر نیولو وروسته زنداني شوی دی.

د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو د دغه اقدام په غندلو سره ویلي: "طالبان په تېزۍ سره د خپلو منتقدینو د ځپلو په حال کې دي، چې هغوی جرت کوي او خپل نظرونه په سوله ییز ډول بیانوي."

د بخښنې نړیوال سازمان په وینا د طالبانو دغه عمل د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو او معیارونو له مخې د افغانستان له مکلفیتونو سره په بشپړه توګه په ټکر کې دی.

د پوهنتون دغه استاد په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت لخوا د نجونو پر زده کړو د محدودیت په غبرګون کې یوه لاسي کراچۍ جوړه کړې وه او د کابل ښار په واټونو کې یې پر خلکو کتابونه په وړیا توګه وېشل.

مشعل د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ (سلواغې ۱۲) امریکا غږ ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو څخه د ملاتړ په هدف یې د کابل یوه خصوصي پوهنتون کې له تدریس څخه لاس اخیستی او اوس مهال بېکاره دی.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم د طالبانو حکومت لخوا د پوهنتونو د دغه استاد نیول کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او د خلاصولو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي بنیت پر خپل ټویټر پاڼه، د سوله ییزو مدني فعالیتونو ځپل د نه منلو او د بشري حقونو تضمین برخه کې د افغانستان د نړیوالو ژمنو خلاف بللي دي او طالب چارواکو ته یې خطاب کې ویلي چې د ټولو لپاره له تبعیض پرته زده کړې یو امتیاز نه، بلکې یو حق دی.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د طالبانو یوه چارواکي د پوهنتون د استاد اسماعیل مشعل د نیول کیدو پخلی وکړ.

د طالبانو حکومت د خپرونو رئیس عبدالحق حماد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې مشعل د ده په وینا د څه وخت راپدېخوا له بېلابېلو لارو د (طالبانو حکومت د تخریب) په هڅه کې و.

د دغه استاد دوستانو ویلي چې د طالبانو اړوند کسانو د تیرې پنجشبې په ورځ ښاغلی مشعل د کابل ښار د دریمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه نیولی او ناڅرګند ځای ته یې وړی دی.

هغوی ادعا کړې ده ښاغلی مشعل چې د کابل پر واټونو یې پر خلکو کتابونه وېشل طالبانو د نیول کېدو پر مهال وهلی ټکولی هم دی.