د بخښنې نړیوال سازمان د طالبانو له بند څخه د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې

عکس (ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان یو ځل بیا د طالبانو له حکومت څخه پرته د قید او شرط او ځنډ د "قلم لار" د ټولنې مشر او د نجونو د زده کړو د ملاتړې مطیع الله ویسا د خوشې غوښتته کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ ناوخته جون ۲۷ ( چنګاښ شپږم) د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې تیره ورځ د طالبانو له خوا په خپلسر د مطیع الله ویسا د نیولو او په بند کې د ساتلو درې میاشتې پوره شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان لیکلي: "د نړیوالو بشري قوانینو له مخې په پرله پسې ډول په بند کې د هغه ساتل د بیان د ازادۍ د حق او په سوله ییز ډول د غونډو د جوړولو د حق څخه څرګنده سرغړونه ده. د طالبانو واکمنه اداره باید په عاجل ډول او پرته د قید او شرط څخه مطیع الله ویسا خوشې کړي".

د طالبانو حکومت مطیع الله ویسا درې میاشتې وړاندې د کابل د خوشال خان په سیمه کې په یو جومات کې د لمانځه د ادا کولو وروسته ونیو او د هغه د نیولو یوه ورځ وروسته یې د ښاغلي ویسا کور تالاشي کړ.

د مطیع الله ویسا کورنۍ د هغه د روغتیايي وضعیت په اړه اندیښنه ښيي او ویلي دي، چې د طالبانو د امنیتي ساتوونکو له خوا د ښاغلي ویسا د نیولو وروسته ورسره هیڅ ډول اړیکې نلري.

دا لومړی ځل نه دی، چې د بخښنې نړیوال سازمان د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې ددې وړاندې د مۍ د میاشتې په لومړیو کې هم دغه سازمان د هغه او د بشري حقونو د ځینو نورو افغان فعلانو د خوشې کیدو غوښتنه کړې وه.

د مطیع الله ویسا سربیره یو افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي او څو تنه نور مدني فعالان هم د اوږدې مودې راهیسې د طالبانو په بند کې ورځې شپې تیروي.

همداشان د پوهنتون استاد رسول پارسي،مدني فعالان حمزه الفت او شمس الرحمان رحیق او هم شاعر او لیکوال حسیب احراري او یو شمیر نور مدني فعالان لا هم د طالبانو په زندان کې پراته دي.

که څه هم ددغو فعالانو د خوشې کیدو لپاره د ملګروملتونو په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو له غوښتي شوي خو د طالبانو حکومت تراوسه دا فعالان په خپل بند کې ساتلي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان داسې مهال د طالبانو د زندان د مطیع الله ویسا د خوشې کیدو غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي "یوناما" دفتر په افغانستان کې د بشري وضعیت په هکله د مۍ د میاشتې په یو راپور کې پدې هیواد کې د بشري حقونو سرغړاونو په هکله اندیښنه څرګنده کړې ده.

په راپور کې ویل شوي چې د افغانستان اوسني واکمنان د خپلو مخالفینو غږونه غلي کوي.

د طالبانو حکومت د بخښنې نړیوال سازمان دغې غوښتنې ته لا غبرګون نه دی ښودلی.

په عین وخت کې طالبانو حکومت یو مدني فعال نورايل کليوال، چې شاوخوا درې نيمې میاشتې وړاندې د طالبانو له خوا نيول شوی و، تیره ورځ له بنده خوشې کړی دی.

کليوال د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د درې نیمو میاشتو بند وروسته طالبانو خوشې کړی او خپل کورته رسیدلی دی.