د بخښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ په برخه کې کوم د پام وړ کار نه دی شوی او په وینا یې حکومت باید د وژل شویو مدافعینو قضیې په جدي ډول تعقیب کړي.
دغه سازمان د یکشنبې په ورځ جولای څلورمه ( چنګاښ ۱۳) ویلي: "د افغانستان له دولت څخه غواړو چې د بشري حقونو مدافعینو د ملاتړ برخه کې د خپل کار د ډاډ او ګټور ثابتېدو لپاره بهیر چټک کړي او د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې ګواښونه او بریدونه په چټکۍ، دقیق، په بې طرفه او خپلواکه توګه او د نړیوالو قوانینو په پوره رعایتولو سره وڅېړي."
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په ۲۰۲۰ کال کې د بشري حقونو مدافعینو څخه د ملاتړ په هدف د بشري حقونو مدافعینو د خوندیتوب لپاره د میکانیزم رامنځته کولو فرمان صادر کړ.
خو د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې د دغه میکانیزم د رامنځته کېدو نه شپږ میاشتژ تیرې شوي خو په دې برخه کې ډېر کم پرمختګ شوی دی.
د غه سازمان زیاته کړې: "د جمهوري ریاست د فرمان د صادرېدو له وخت څخه، روغتیايي کار کوونکي، مرسته رسوونکي، د بشري حقونو مدافعین او خبریالان تر هدفي فریدونو لاندې راغلي دي، د ۲۰۲۱ کال له جنورۍ راهیسې لږ تر لږه ۲۴ کسان چې له ډلې دوه ډاکتران، په بېلابېلو پېښو کې په پروان او فراه ولایتونو کې، ښځينه واکسین کوونکي او خبریالان په ننګرهار ولایت او قاضیان په کابل کې وژل شوي دي."
Despite a protection mechanism for Afghanistan%27s human rights defenders, at least 24 HRDs have been killed since Jan, 21. This is what Rahim Jami, our speaker at the webinar had to say. Sign our petition to ask the Afghan govt. for a functional mechanism. https://t.co/xaFCNq5DYN pic.twitter.com/jn3efxK2Lq
— Amnesty International South Asia (@amnestysasia) July 4, 2021
د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو له مدافع بنسټونو څخه غوښتي چې اوس دغه غوښتنلیک لاسلیک کړي او د افغانستان د جمهوري ریاست له دوهم مرستیال څخه چې د بشري حقونو د مدافعینو د خوندیتوب د ګډ کمېسیون په سر کې دی وغواړي چې څرګنده کړي چې دا کمیسیون عملي دی.
د بشري حقونو مدافعینو د امنیت په اړه اندېښنو ته ځواب، د بشري حقونو په مدافعینو د بریدونو او ګواښونو په هکله پلټنې او د برید کوونکو تعقییب او محکمې ته وړاندې کول له هغه مواردو څخه دي چې د دغه ګډ کمېسیون څخه د پوښتنې په توګه مطرح شوي دي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال مطبوعاتي سلاکار محمد هدایت، امریکاغږ ته وویل چې ددې کمیسیون د کار طرزالعمل درې اونۍ مخکې تائید شوی دی او د بشري حقونو د مدافعینو اړوند ټولې قضیې به یو په یو وپلټل شي.
هغه زیاته کړه: "د افغانستان دولت د بشري حقونو د مدافعینو نه ملاتړ، د ټولنې د ټولو قشرونو په ځانګړې توګه د هغو کسانو امنیت ته چې د بشري حقونو په برخه کې کار کوي ژمن دی".
ښاغلي هدایت تائید کړه چې د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره د ټولنې د نورو افرادو په څیر د بشري حقونو د مدافعینو په وړاندې ګواښونه زیات شوي دي.