لویې څارنوالۍ ته د ټولنیزو رسنیو د کارونکو پر معرفي کېدو د 'AI' اندېښنه

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان د منتخب ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح د شکایت پر اساس لویې څارنوالۍ ته د فیسبوک د ټولنیزې رسنۍ د لسګونو کاروونکو د معرفي کیدو په اړه په خپرو شوو راپورونو ژوره اندیښنه ښودلې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ٢٦ ( کب ۷ مه) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، چې دا سازمان لویې څارنوالۍ ته د هغو ۴۰ تنو ټولنیزو رسنیو کاروونکو په معرفي کیدو، چې د خپلو فیسبوک پر پاڼو کې امرالله صالح ته منسوب شوي څرګندونې پست کړې وې اندېښنه ښيي.

د بخښنې نړیوال سازمان په دغه ټویټ کې ویلي: "په کار نه دي، چې هیڅوک هم په سوله ییز ډول د بیان د خپلې ازادۍ د حق څخه د استفادې له امله د غچ اخیستلو د عمل سره مخ شي".

د افغانستان لویې څارنوالۍ وړاندې خبریالانو ته دا تائید کړې وه، چې یو شمیر د فیسبوک کاروونکي د زرغون بهیر "روند سبز" له خوا، چې مشري یې ښاغلی صالح په غاړه لري د جمهور رئیس منتخب لومړي مرستیال ته د سپکاوي په تور دغې څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کميټه لويې څارنوالۍ ته د ټولنیزو شبکو د کاروونکو معرفي کیدل یو غیر قانوني اقدام ګڼي.

د دغې کمیټې یوه چارواکي صدیق الله توحیدي نن د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ٢٦ خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان د جزا په قانون کې سپکاوی او بدې ردې ویل څرګند شوي دي، خو که دا ډول ادعا د ټاکنو پورې تړاو ولري د ټاکنیزو کمیسیونونو د رسنیو کمیټې یې د تعقیبولو واک لري.

ښاغلي توحیدي وویل: "که چیرې دا شکایت په ټولنیزو رسنیو کې د خپریدو له مخې شوی وي، باید د ټولنیزو رسنیو د قانون پر اساس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیو د سرغړونو د شکایتونو د ارزولو د کمیسیون له اقدام وشي".

د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له لویې څارنوالۍ غوښتي، چې په دغسې حالاتو کې د نفوذ لرونکو شخصیتونو تراغیز لاندې رانشي او د بیان د ازادۍ پرانیستې فضا زیانمنه نکړي.

دغې کمیټې ټینګار کړی، چې شکایت کوونکی باید د خپل قانوني وکیل له لارې شکایت ثبت کړي، نه داچې کومه اداره دا کار وکړي، چې په دې قضیه کې زرغون بهیر ؛ روند سبز" دا شکایت ثبت کړی دی.

ښاغلي توحیدي وویل، چې ښاغلي امرالله صالح ویلي، چې د یو کال راهیسې د زرغون بهیر سره کومه اړیکه نلري.

د بلې خوا د افغانستان د منتخب ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د خپل فیسبوک په پاڼه د دې مسلې په اړه لیکلي، چې هیڅوک یې ده ته په فیسبوک په پاڼو کې د بدو ردو د ویلو او ورته د سپکاوي له امله د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته نه دي معرفي کړي.

ښاغلي صالح ویلي، هغه څه، چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي د زرغون بهیر " روند سبز" د حقوقي او سیاسي څانګې له خوا د دغه بهیر د حریم او د بهیر د غړو د خصوصي حریم څخه د دفاع لپاره شوي دي.

ښاغلي صالح ټینګار کړی، چې د یو نیم کال راهیسې د دغه بهیر سره اړیکې نلري.