عراق کې جنگي جرمونه په غربي وسلو شوي – د بخښنې سازمان

د حشد په نامه د ملیشه ډلې په زرگونو جنگیالي د عراقي ځواکونو تر څنگ جنگیږي

د بخښنې نړیوال سازمان وایي هغه شیعه ملیشه قواوی چې د عراق د دولتي ځواکونو تر څنگ د اسلامي دولت د ډلې پر ضد جنگیږي د هغو وسلو په استعمالولو سره چې د امریکا، اروپا، روسیې او ایران له لورې عراقي ځواکونو ته ورکړل شوي، جنگي جنایتونه کړي دي.

د بشري حقوقو د دفاع دغې ډلې د پنجشنبې په ورځ په یو رپوټ کې ویلي دي چې د "حشد الشعبی" په نوم شیعه قواو د خلکو د اجباري بې درکه کولو، شکنجې او سمدستي وژنو په څیر جرمونه کړي دي.

د عراق پارلمان د نوامبر په میاشت کې پریکړه وکړه چې دغه شیعه وسله وال دې په رسمي توگه د عراق د وسله والو ځواکونو په لیکو کې شامل کړای شي، خو د عراق په پالرمان کې سني مذهبو استازو له دغه تصمیم سره مخالفت کړی دی.

سني استازي استدلال کوي چې دغه اقدام په پوځي قواو کې شیعه مذهبه واکمن کوي او په سیمه کې د ایران نفوذ پراخوي.

د لویدیځو هیوادونو مقاماتو د عراق د حکومت پر توان چې دغه شیعه ملیشوی کنترول کړای شي، سخته اندیښنه ښودلې ده.

د بخښنې د نړیوال شازمان پلټونکي پتریک ویلکن، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې "د امریکا د متحده ایالاتو، اروپایي هیوادونو، روسیې او ایران په گډون د وسلو ورکوونکي باید ددې حقیقت په اوریدلو سره ویښ شي چې عراق ته د وسلو په لیږلو سره کیدای شي وسلې د هغو ملیشو لاس ته ورشي چې د بشري حقوقو نه د سرغړونې اوږده سابقه لري."

د بخښنې نړیوال سازمان دغه رپوټ د دوه نیمو کلونو له څیړنو وروسته چې په هغو کې د لسگونو بندیانو سره مرکې او د عیني شاهدانو څرگندونې شاملې دي برابر کړی دی.

تر اوسه د حشد د ملیشو وسله والو ویاند او د عراق حکومت ددې رپوټ په اړه نظر نه دی څرگند کړی، خو دمخه دغو ملیشه قواو د فرقوي هدفونو درلودل رد کړي او ویلي یې وو چې د هغوی هدف د عراق نه دفاع کول او د اسلامي دولت د ډلې سرکوبول دي.

د اسلامي دولت د ډلې نه د موصل ښار د خلاصون لپاره د دریو میاشتو راهیسې د عراق د پوځي ځواکونو پراخ عملیات روان دي چې په کې د حشد په نامه د ملیشه ډلې په زرگونو جنگیالي برخه لري.