د بخښنې سازمان: له ناروې دې افغانه کورنۍ ونه ویستل شي

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د ناروې حکومت له خپل هیواد څخه د یوې افغانۍ کورنۍ د ایستلو پریکړه کړې، چې ورسره به افغانستان کې د یادې کورنۍ ژوند او راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ شي.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلي، اتلس کلنې طیبې عباسي چې تر اوسه یې افغانستان نه دی لیدلی، که له خپلې مور او دوو وروڼو سره له ناروې څخه وایستل شي، ژوند به یې هره شیبه له ګواښ سره مخ وي.

د بخښنې نړیوال سازمان اوس له هغه کمپاین څخه ملاتړ کړی، چې د ناروې په تروندهایم ښار کې د طیبې د ایستلو د مخنیوي لپاره د هغې د ټولګیوالو له خوا په لاره اچول شوی دی.

د دغه سازمان مشر شارمن محمد ویلي، طیبه په راتلونکې کې د ډاکټر کیدو هیله لري، خو که یوې جنګي سیمې (افغانستان) ته واستول شي، ژوند به یې د تل لپاره بدل شي.

د بخښنې نړیوال سازمان له ناروې څخه د طیبې او د هغې د کورنۍ ایستل یو 'غیرضروري او بې‌ عاطفې' اقدام بللی دی.

طیبه عباسي یوه افغانه انجلې ده، چې په ایران کې زیږیدلې او په ۲۰۱۲ کال کې له خپلې کورنۍ سره ناروې ته مهاجر شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان په داسې حال کې له ناروې څخه د دغې کورنۍ د ایستلو پریکړې د لغوه کیدو غوښتنه کړې، چې د افغان حکومت د شمیرو له مخې، د روان عیسوي کال په څلورو میاشتو کې د ناروې حکومت ۹۸ افغان پناه‌غوښتونکي له خپل هیواد څخه شړلي دي.