امرالله صالح: د طالبانو بندیان باید اعدام شي

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح افغانستان کې په وروستیو میاشتو کې د هدفي وژنو زیاتیدو ته په اشارې ویلي، چې د طالبانو بندیان باید اعدام شي.

امرالله صالح د دوشنبې د ورځې جنورۍ ۱۸ ( مرغومې ۲۹) د سهار د شپږ نیمو بجو د امنیتي غونډې د بحث شوو موضوعاتو مهم ټکي د خپل فیسبوک پر پاڼه خپاره کړي او ویلي دي، د دې لپاره چې د طالبانو بندیان فکر کوي، بخښل کیږي د هغوی دا ډول تصور د افغانستان په لویو ښارونو کې د هدفي وژنو د زیاتیدو سبب شوی دی.

ښاغلي صالح ویلي: "د دغه مشکل یو اساسي حل لار د یو شمیر نیول شوو اعدامول دي. دا نیول شوي باید اعدام شي ترڅو نور ورڅخه پند واخلي".

د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو سره د اړیکو په تور نیول شوي بندیان "بلبل په څیر" په دې هکله اعتراف کوي او هیله لري، چې یوه ورځ به د سزا پرته له بند څخه خوشې شي.

ښاغلي صالح د هدفي وژنو د قضیو پر حل ټینګار کړی او ویلي دي، چې د نیول شوو " ترورستانو" اعدام مسله به د قانون د حاکمیت عالي شورا غونډه کې مطرح کړي.

د افغان حکومت د رسمي شمیرنو له مخې د افغانستان په زندانونو کې له دریو سوو څخه زیات بندیانو ته د درې ګونو محکمو له خوا د اعدام سزا اورول شوېده.

همداشان شاوخوا شپږ سوو نورو ته د دوو محکمو له خوا د اعدام سزا ورکړل شوې او اوس مهال هغوی د تمیز محکمې پریکړې ته انتظار وباسي.

ښاغلي صالح دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې په وروستیو میاشتو کې کابل او د افغانستان په نورو لوی ښارونو کې پرله پسې ډول دولتي مامورین، مدني فعالان او خبریالان په هدفي وژنو کې په نښه شوي دي.

د دغو بریدونو په لړ کې نن د دوشنبې په ورځ د کابل د ښار په لودیځه خوا کې د کارته سي په سیمه کې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د یو چارواکي موتر ویجاړ شوی، خو پولیسو ویلي، چې په چاودنه کې چاته د سر زیان نه دی رسیدلی.

د یکشنبې په ورځ هم د افغانستان د سترې محکمې د قاضیانو یو موټر باندې د مقناطیسي ماین په چاودنه کې دوه قاضیانې ووژل شوې او د پوهنې وزارت یوه کارکوونکې او د موټر درایور په کې ټپیان شو.

طالبانو د افغانستان د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح څرګندونو ته لا غبرګون نه دی ښودلې.

خو دغې ډلې په هدفي وژنو کې خپلو وسله والو لاس لرل په کلکه رد کړي دي.