د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور هنرمند عزیزالله هدف مړ شو

عزیز الله هدف

د افغانستان د سینما او تیاتر نامتو هنرمند عزیزالله هدف تېره شپه د فبرورۍ په ۱۹ مه (سلواغې ۳۰) د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې مړ شو.

ښاغلي هدف خپل هنري فعاليتونه د تياتر له ډګره پيل کړل او بيا يې د افغانستان په راډيو، سينما او تلويزيون کې هنري فعالیتونو ته دوام ورکړ.

د هدف ملګري او خپلوان وايي چې د مړینې پر مهال د هغه عمر له ۹۰ کلونو زیات و.

هغه د خپل څه دپاسه ۶۰ کلن هنري ژوند په اوږدو کې له ۱۰۰ څخه په زیاتو ډرامو، تمثیلونو او فلمونو کې رول لوبولی دی.

دې افغان هنرمند په مشهورو ډرامو لکه "مفتش"، "سوتفاهم" او "اطفائیه" کې رول لوبولی دی. همدغه راز یې "روزګاران"، "مشکلې ورځې" او "زما کلي" هغه مشهور افغان فلمونه دي چې ښاغلي هدف په کې رول لوبولی دی.

د ښاغلي هدف یو پخواني همکار حفیظ اصفي امریکا غږ ته وویل: «د تیاتر په برخه کې د هدف یوه ځانګړتیا دا وه چې هغه هر کرکټر ته په اسانۍ سره ننوتلی شو او په طبیعي ډول یې مختلف رولونه لوبولی شول. هغه کولای شول چې حتی د بهرنیو شخصیتونو رول په مسلکي بڼه ادا کاندي چې لیدونکي توپیر ونشي کولی چې لوبغاړی افغان دی که بهرنی.»

عزیزالله هدف د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت له سقوط وروسته روسیې ته ولاړ او بیا امریکا ته مهاجر شو.

احد عزیززاده چې له عزیزالله هدف سره یې له نږدې کار کړی، د دې افغان هنرمند د شخصیت په اړه امریکا غږ ته وویل: «هدف د جلاوطنۍ په نړۍ کې ژوند وکړ، خو له کار سره یې مینه او علاقه د دې لامل شوه چې د خپل ژوند د هوساینې په اړه فکر ونه کړي او په غربت کې له نړۍ سترګې پټې کړي. هغه د افغانستان د سینما یو نه تکراریدونکی هنرمند دی.»

عزیزالله هدف واده نه و کړی او د ژوند تر وروستیو ورځو پورې یې د خپلو ملګرو ترڅنګ ژوند کاوه.