ناپیژاندو وسله والو کندهار کې یو افغان خبریال وژلی

عبدالمنان ارغند باندې د کندهار ښار په څلورمه حوزه کې برید شوی.

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، نن سهار نهه بجې ناپیژاندو وسله والو د کندهار په څلورمه حوزه کې په یو وسله وال برید کې افغان خبریال عبدالمنان ارغند وژلی دی.

خبریال عبدالمنان ارغند باندې د کندهار ښار د څلورمې حوزې یارانه مارکېټ سره نږدې برید شوی.

د عبدالمنان ارغند ورور عبدالخالق امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې ورور يې د ژورو ټپونو له کبله ساه ور کړې او جسد يې میرویس روغتون ته انتقال شوی دی.

د کندهار امنیتي مقامات وايې چې د پېښې د څرنګوالي په اړه یې پلټنې پیل کړي او له پلټنو وروسته به د دغې پیښې په اړه بشپړه معلومات له رسنیو سره شریک کړي.

د کندهار د پوليسو مرستیال ویاند مطیع الله هلال امریکا غږ اشنا رادیو ته وويل، چې پولیس به د دې پیښې د عاملینو د معلومولو لپاره هراړخیزې پلټنې وکړي.

عبدالمنان ارغند د ازاد خبریال په توګه له بیلابیلو افغان او نړیوالو رسنیو سره کار کړی وو.

هغه اوس مهال د کابل نیوز تلویزیون سره کار کوه.

نوموړی پر ټولنیزو رسنیو هم ډېر فعال وو.

که څه هم تر اوسه چا د دې پېښې مسئولیت په غاړه ندی اخیستی، خو د کندهار امنیتي مسولینو درې میاشتي وړاندې عبدالمنان ارغند ته د ورپیښو امنیتي ګواښونو په اړه خبر ورکړی وو.