معترضې ښځې: طالبان د امنیت ټینګیدو او تروریستي بریدونو مخنیوی توان نلري

د ارغواني شنبې د ورځو په نوم د افغان معترضو میرمنو د خوځښت یو شمیر غړو د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار کې د امام زمان په جومات کې د جمعې د ورځې د چاودنې وروسته د طالبانو پر حکومت انتقاد کړی او ویلي دې، چې دا حکومت د خلکو امنیت نشي نیولی.

ددغه خوځښت یوې غړې مبارکه اکبري امریکا غږ ته وویل، چې د طالبانو د ادعاو پر خلاف چې وايي افغانستان کې یې سرتاسري امنیت ټینګ کړی، د افغانستان خلک په تیرو دوو کلنو کې د خونړیو بریدونو په ځانګړي ډول د شیعه ګانو په ټولنې باندې د بریدونو شاهدان وو.

میرمن اکبري وویل: "ددغو بریدونو دوام کیدای شي دوه دلیله ولري، لومړی طالبانو د خلکو د امنیت ټینګیدو توان نلري. دوییم، د طالبانو غړي کیدای شي پخپله په شیعه ګانو باندې په بریدونو کې لاس ولري".

د بغلان ولایت د مرکز پلخمري ښار په دوییمه ناحیه کې د امام زمان د شیعه ګانو په جومات کې د جمعې په ورځ د لمانځه پر مهال په یوه چاودنه کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي دي. ددې برید مسوولیت داعش په غاړه اخیستی دی.

د بغلان ولایت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مصطفی هاشمي په دغه چاودنه کې د اوو تنو وژل کیدل او د ۱۷ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي.

خو د پیښې عیني شاهدان په دې چاودنه کې د تلفاتو شمیر د طالبانو د چارواکو د رسمي شمیر څخه ډیر زیات ښيي.

افغانستان کې ځینو سیمه ییزو رسنیو دا چاودنه ځانمرګی برید ښودلی او ویلي دي، چې په چاودنه کې تر ۳۰ پورې کسان وژل شوي او په لسګونو نور ټپیان شوي دي.

د ارغواني شنبې د ورځو د خوځښت یوې بلې غړې پریسا قاسمي وویل، چې طالبان ددې ادعا کوي، چې په افغانستان کې هیڅ تروریستي ډله شتون نلري او داعش ډلې ته یې ماتې ورکړې ده، نو د میرمن قاسمي په وینا افغانستان کې د شیعه ګانو په وړاندې دا خونړي بریدونه په ځانګړي ډول د جمعې په ورځ د امام زمان په جومات باندې د چا کار دی.

میرمن قاسمي وویل: "تر کومه مونږ هدف وګرځو، تر کومه ووژل شو، مونږ تسلیت نه، ځواب او امنیت غواړو".

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته په پرله پسې ډول په دغه هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګیدو یادونه کړې ده، خو په تیرو څه باندې دوو کلنو کې د افغانستان یو شمیر ولایتونه د سختو تروریستي بریدونو شاهدان وو.

له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو وروسته د اسلامي دولت د خراسان څانګې په دغه هیواد کې د شیعه مسلمانانو په جوماتونو او روزنیزو مرکزونو باندې باندې په پرله پسې ډول بریدونه کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سپټمیر د تیرې ماشتې په ۲۹ ( تلې اووم) د مسکو فارمټ غوندې ته په وینا کې وویل، چې حکومت یې د سیمې د نا ارامولو یو ستره دسیسه شنډه کړې ده. هغه وویل، چې د طالبانو حکومت په تیرو دوو کلنو کې د فتنه‌ګرو ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړې او توانیدلي، چي په ټول هیواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسي.