په روسیې د اوکراین هوايي برید کې یو افغان خبریال او ښځه یې ژوبل شوي

د روسیې د رسنیو مسئولین وایي چې په بلګورود کې د اوکراین د بې پیلوته الوتکې په یو برید کې د خیبر عاکفي په نوم یو افغان خبریال سخت ژوبل شوی دی.

د روسیې د (آر ټي) رسنۍ مسئولې مارګریتا سیمونیان په خپل ټلیګرام کې لیکلي دي: «د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته عاکفې د کوما په حالت کې دی، په دغه برید کې د هغه څلور کلنه لور، خواښې او خسر وژل شوي دي.»

نوموړې ویلي دي‌ چې دغه افغان خبریال د هرات په زلزلې کې د زیانمنو شویو او زیانونو په اړه راپورونه خپاره کړي وو او تازه د روسیې په لویدیځ کې د بلګورود په ښار کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره راغلی و.

راپورونه وايي چې د هغه د لور حالت د اندېښنې وړ نه دی. له اوکراین سره د روسیې په سرحدي سیمو کې وخت ناوخت هوايي بریدونه کېږي.

د خیبر عاکفي د کورنۍ یو غړي هم امریکا غږ ته د هغه د زخمي کېدو خبره تائید کړه.

تر دې مخکې د بلګورود والي ویاچسلیف ګلادکوف ویلي وو چې د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه په یو کور کې غورځېدلې وه او د یو ماشوم په ګډون یې درې تنه وژلي وو.

نوموړي ویلي وو چې روسي ځواکونو د اوکراین یوه بې پیلوټه الوتکه، ښار ته تر نژدې کېدو مخکې وېشتلې او غورځولې وه. راپورونه وايی چې د الوتکې د غورځېدو په پېښه کې ځینې کورونه هم زیانمن شوي. والي ګلادکوف په پېښې کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي وښوده.

چارواکو ویلي وو چې له دغې پېښې وروسته یې د نړیدلي کور څخه یې دوه مړي هم را اېستلي او دوه زخمیان یې روغتون ته انتقال کړي‌ دي. د روسیې د دفاع وزارت ویلي وو چې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې یو برید یې خنثی کړی دی. خو وزارت په دې اړه چې په دې پېښې کې څوک وژل شوي یا ژوبل شوي که نه، څه نه دي ویلي او نه یې هم دا یاده کړې چې دا جلا پېښه وه که نه.

اوکرایني ځواکونو د جون په میاشت کې د روسیې په ضد بریدونه کړي او له هغه راهېسې په روسیې څو بریدونه شوي دي.