د معلولینو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي معلول دي

د معلولینو د نړیوالې ورځې سره په یو وخت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (اوچا) وايي، د اټکل له مخې د افغانستان ۱۵ سلنه وګړي په معلولیت کې ژوند کوي.

اوچا د شنبې په ورځ ډسمبر درېمه (لېندۍ ۱۳) د معلولیت لرونکو وګړو د نړیوالې ورځې په مناسبت پیغام کې ویلي چې یاد کسان په نامتناسبه توګه د بحران تر اغېزو لاندې دي او په خبره یې لومړنیو مرستو ته د رسېدو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو سازمان دغې اداري ټینګار کړی چې د افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې معلولینو ته هم باید لومړیتوب ورکړل شي.

بلخوا د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، د څه باندي یو کال راپدېخوا یې په هیواد کې شاوخوا ۱۵۰زره معلولیت لروونکي وګړي ثبت کړي دي.

د یاد وزارت ویاند مفتي فیصل د شنبې په ورځ ډسمبر درېمه (لېندۍ ۱۳) امریکا غږ ته وویل چې په یادو کسانو کې ملکي او نظامي معلولین شامل دي.

ښاغلي فیصل زیاته کړه: "د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د فتحې سره سم په لومړي قدم کې د نوم لیکنې پروسه پيل کړه.تر دې دمه د یوسل او پنځوس زره په شاوخوا کې معلولیت لرونکي وګړي موږ ثبت او راجستر لرو.د اسلامي امارت معلولین، د تیرې ادارې نظامي معلول پولیس، اردو، قطعه خاص،ملکي معلولین او طبیعي «مور زاده» شامل دي."

د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند د معلوماتو په اساس په روان کال کې معلولیت لرونکو وګړو ته د میاشتونو معاشونو او نورو حقوقو د ورکولو بهیر پيل شوی چې په خبره څه باندې ۱۲۰زره معلولینو خپل کلني او شپږ میاشتنې حقوق تر لاسه کړي دي.

نوموړي زیاته کړې چې په مرکز او ولایتونو کې ځینو معلولیت لروونکو وګړو ته د حرفوي زده کړو پروګرامونه چمتو شوي او ځیني یې په دندو ګمارل شوي دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت لخوا په بېلابېلو ولایتونو کې پر معلولینو ویلچرونه هم وېشل شوي او د ګڼ شمېر نورو ته د بدن د قطعه شوو اعضاو په ځای مصنوعي اعضاوې هم ورکړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان پخپل یو راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې معلولیت لرونکي وګړي له مرستو څخه لیري ساتل شوي دي.

دغه سازمان د جولای ۱۱ (چنګاښ ۲۰) په یو راپور کې ویلي و چې د طبیعي پېښو سره هم مهاله، معلولیت لرونکي وګړي خوراکي موادو او روغتیايي مرستو ته د لاس رسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

یاد بنسټ ویلي: "معلولیت لرونکي وګړي د یوې ډلې په توګه له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې له زلزلې وروسته د معلولیت لرونکو وګړو د اړتیاو په اړه ارقام نشته او له ډیرو کلونو څنډې ته شوي دي."

په راپور کې ټینګار شوی و چې مرسته رسوونکي بنسټونه او د معلولیت لرونکو خلکو د حقوقو د ملاتړ ډلې باید یو ځای کار وکړي تر څو دا ډاډ تر لاسه شي چې مرستې له تبعیض پرته ټولو ته رسیږي.