کابل د شنبې ورځې برید کې ۱۰۳وژل شوي او ۲۳۵ نور ټپیان شوي

برید د شنبې د ورځې غرمه مهال د کابل ښار د ګڼې ګوڼې په سیمه کې شوی، چې له امله یې زیات شمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړیدلی ده

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د شنبې د ورځې په ځانمرګي برید کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۹۱ تنه ټپیان شوي دي.

د عامې روغتیا د وزارت د نړیوالو اړیکو رئیس او ویاند ډاکټر وحید مجروح د یکشنبې په سهار یو خبرې کنفرانس ته په وینا کې وویل چې په ټپیانو کې نهه ښځې هم شاملې دي.

ډاکټر مجروح وویل، چې د ۱۹۱ ټپیانو له ډلې ۹۰ تنه یې لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي او نور تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانته شوي دي.

دمخه معلومات

نن د شنبې په ورځ غرمه پنځه لس کم یوه بجه د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د کورنیو چارو د وزارت زړې ودانۍ سره چاودنه شوې ده، چې له امله یې د عامې روغتیا وزارت د وینا له مخې لږ تر لږه ٩٥ تنه وژل شوي او تر ۱٥٨ تنو پورې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د امبولانس موټر پواسطه شوی دی.

ښاغلي نصرت وویل " بریدګر یو امبولانس موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړی و او د جمهوریت روغتون ته د ناروغ د رسولو په بهانه د لومړي قراول څخه هم تیر شوی و، خو په دوهم قراول کې پرې پولیس شکمن شوي او د پولیسو د ډزو په پایله کې یې منفجره مواد چولي دي".

د افغان حکومت یوې منبع د امریکا غږ ته ویلي، د شواهدو نه داسې ښکاري چې د برید هدف د هند قونسلگري وه چې په همدې سړک باندې موقعیت لري.

دغه برید د کابل په انټرکانټینټتال هوټل باندې له برید نه یوه اونۍ وروسته کیږي چې په کې د څلور امریکایانو په گډون ٢٢ تنه وژل شوي وو.

د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي، چې دا برید د کورنیو چارو د وزارت د زړې ودانۍ په دوهم قراول کې د دغې ډلې د یو بریدګر له خوا شوی دی.

خو د افغانستان د حکومت یو لوړپوړي مقام د امریکا غږ ته وویل چې دا د حقاني شبکې کار دی او دغه شبکه د هغه امر په دلیل چې د پاکستان د استخبارتي ادارې آس ایس آی نه یې اخیستی ددغه ډول بریدونو مسؤلیت نه اخلي. ، ځکه چې اسلام د حقاني شبکې ته د پناه ورکولو او ملاتړ په وجه د نړیوال فشار لاندې دی..

د کورنیو چارو د زړې ودانۍ سره جوخت د جمهوریت روغتون موقعیت لري.

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د شنبې د ورځې د برید یوه څنډه

غبرگونونه

د افغانستان جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره د کابل خونړی برید سخت غندلی دی او ویلي یې دي چې ددغ برید په قربانیانو کې د ښځو او ماشومانو په گډون ملکي وگړي شامل دي.

د ملگرو ملتونو عمومي منشي د کابل د شنبې د ورځې خونړی برید چې طالبانو یې ادعا کړې ده، په سختو الفاظو غندلی دی. د ملگرو ملتونو عمومي منشي گوتیریش ویلي چې په ملکي وگړو باندې بریدونه د بشري حقونو او د نړیوال بشري قانون نه سخته سرغړونه ده او هیڅکله هم د منلو وړ ندي.

ښاغلي گوتیریش د قربانیانو له کورنیو سره د همدردۍ او د افغان حکومت سره د پیوستون څرگندولو په ترڅ کې وویل چې د کابل د شنبې د ورځې د برید په عاملینو باندې باید عدالت تطبیق شي.

په افغانستان کې د امریکا سفارت دغه برید غندلی او د قربانیانو سره یې خواخوږي څرگنده کړې ده. همداشان جرمني د قربانیانو سره د خواخوږۍ د څرگندولو په ترڅ کې ویلي چې دا تاوتریخوالی باید پای ته.

د برید وروسته پاکستان په یوه اعلامیه کې د کابل دغه تازه برید غندلی او ویلي یې دي چې "هیڅ شی د بیگناه خلکو پر وړاندې تروریستي عمل نه شي توجیه کولای.

د پیښې لومړني رپوټونه

د عامې روغتیا وزارت د خپرونو رئیس محمد اسمعیل کاووسي، امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې تراوسه د برید له ځایه د کابل امبولانس په وسیله د ایمرجنسي او وزیراکبرخان روغتونونو ته ۴۰ جسدونه او ۱۴۰ټپیان لیږدول شوي دي.

خو د پیښې عیني شاهدان د دغه برید د ټپیانو شمیر زیات ښيي.

د مشتاق په نوم د دغې پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید، د کورنیو چارو وزارت د زړې ودانۍ د ورودي دروازې سره نږدې شوی دی.

د کابل د پولیسو د قوماندانۍ ویاند بصیر مجاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا برید د موټر په وسیله شوی دی.

طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه دی اخیستی دی.