له کابل څخه راپورونه وايي چې د یکشنبې په ورځ اګست ۱۱ (زمری۲۱) په یو موټر کې چاودنه شوې ده او خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.
چاودنه په ځايي وخت د مازدیګر شاوخوا پنځه بجې شوې ده.
په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ویلي دي: «د کابل ښار د دشت برچي سیمه کې په یوه مسافر وړونکي مرسیډیز موټر کې یو ځای پر ځای شوي ماین چاودلی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې ۱۱ تنه ملکي وګړي ټپیان دي او یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی.»
خالد ځدراڼ ویلي دي چې د پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړي دي.
ځینو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي دي چې چاودنه د برچي د تیلو ستېشن ته څېرمه شوې، دا د کابل ښار د ۱۳مې حوزې مربوطه سیمه ده.
په کابل کې د ایمرجنسي روغتون په خپل ایکس حساب کې ویلي دي چې په دغې چاودنې کې اته زخمي کسان دغه روغتون ته انتقال شوي چې درې یې ښځې دي او د یوې زخمي وضعیت ښه نه دی.
🔴 #Afghanistan: a magnetic bomb placed under a bus exploded in the Dasht-e-Barchi area in #Kabul. 8 victims - 3 of them women - received at our Surgical Centre. 7 are in need of surgery. 1 patient in particular is in a serious condition.
— EMERGENCY NGO (@emergency_ngo) August 11, 2024
په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شویو تصویرونو کې ښودل کېږي، چې یو زیانمن شوی موټر د سړک په غاړه ولاړ دی او یو کس یې تر څنګ پروت دی.
تر دې دمه د دغه برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو د طالبانو په واکمنۍ کې د اکثریت بریدونو مسئولیت د داعش خراسان ډلې اخیستی دی.
که څه هم طالبان وايي چې دا ډله یې په افغانستان کې ختمه کړې ده، خو ملګري ملتونه وايي چې دا ډله په افغانستان کې فعاله ده او له افغانستان څخه د باندې یې د بریدونو تهدید هم موجود دی.