په کابل کې چاودنه شوې او دوه تنه ژوبل شوي‌

دوې ورځې مخکې هم د کابل په ښار کې چاودونه وشوه

په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې یوې چاودنې دوه کسان ژوبل کړي دي.

چاودنه نن دوشنبه نومبر ۱۵(لړم۲۴) د ښار د (کوټه سنګي) په سیمه کې شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي د باختر اژانس ته ویلي دي‌ چې مقناطسي ماین د ملکي خلکو په موټر چاودلی دی.

عیني‌ شاهدان وايي په چاودنې کې یوه ښځه او یو سړی ژوبل شوي دي.

تر دې دمه ددغې چاودنې مسئولیت چا نه دی اخیستی.

دوې ورځې مخکې د کابل ښار په دشت برچي کې په یوې چاودنې کې لږ تر لږ یو کس ووژل شو او پنځه نور ژوبل شول.

ویل کیږي‌ چې په دغې چاودنې کې یو افغان خبریال حمید سیغاني هم وژل شوی دی.

د داعش ډلې ادعا کړې ده چې دا د هغوی کار و، خو طالب چارواکي‌ وايي‌ چې چاودنه د اور له کبله وه.