موسوي: په دیوالونو او د کډوالو پر ځپلو د کډوالۍ ستونزه نشي حل کیدلی

افغانستان او ایران ۹۵۰ کیلومتره اوږد سرحد لري د رابورونو له مخې افغانستان سره د ایران په سرحد کې د دیوال جوړول به تر درې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا ولري.

د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې د جنوبي اسیا د چارو مشر سید رسول موسوي د افغانستان او ایران د سرحد په اوږدو کې د دیوال د جوړولو په اړه د ځینو ایراني چارواکو د څرګندونو وروسته ویلی چې د کډوالۍ مسئله له کډوالو سره پر ضدیت، دېوالونو جوړولو او نورو غیرانساني اقداماتو نه شي حل کیدلی.

سید رسول موسوي د جمعې په ورځ جولاۍ ۲۶ ( زمري پنځم) د ایکس په تولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه پرته له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي لیکلي چې ترهغې چې په هیوادونو کې لوږه او نا انډول پرمختګ شتون ولري د کډوالۍ ستونزه به همداسې پر خپل ځای پاتې وي.

هغه لیکلی:" کډوالی یوه نړیواله لویه ستونزه ده. دولتونه په دې نه دي بریالي شوي چې د دیوالونو په جوړولو او د کډوالو ضد سیاستونو اود غیر انسانی کړنو او د ټولنو له خوا د کډوالود ځپلو چلند له مخې دا ستونزه هواره کړی".

د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړپوړي چارواکي ویلی چې دا یو تریخ حقیقت دی او په دې باید پوه شو چې ترهغې چې په هیوادونو کې لوږه، وروسته والی او نا انډول پرمختګ شتون ولري د کډوالۍ ستونزه به دوام ولري‍.

هغه وویلي چې د کډوالو پر وړاندې دغسې کړنې د ځانمرګو جنایتکارانو د هڅونې سبب ګرځي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت دغه لوړ بوړې مامور دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د ایران د مهر خبري اژانس د ایران د پوځ د یو قومندان احمد اکبری له قوله د جولاۍ په ۲۵ (چنګاښ څلورم) ویلي چې افغانستان سره ددغه هیواد د ختیځ ۳۰۰ کیلو متره اوږد سرحد کې د څلورمتره لوړ دیوال د جوړولو کار پیل شوی دی.

هغه ویلي:" ددغه وړاندیز د عملی کولو لپاره په ټاکل شوې موده کې د دوغارون په جنوب او شمال کې په مختلفو پړاونو کې په فزیکي بڼه ښه پرمختګ شوی او د هیواد په دې سیمه کې د کار د دوام لپاره د لازمو زیربناو لپاره د کورنیو ظرفیتونو او توان څخه کار اخیستل شوی دی".

د ایران منتخب جمهور رئیس مسعود پزشکیان د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي وو په ټاکنو کې د بریالیتوب په صورت کې به د افغانستان سره به سرحد کې دیوال جوړ کړي. افغانستان او ایران ۹۵۰ لیکومتره اوږد سرحد لري. ایراني رسنیو ویلي چې افغانستان سره ددغه هیواد په سرحد کې د دیوال جوړول به تر درې میلیاردو ډالرو بودیجې ته اړتیا ولري.

د افغانستان او ایران ترمنځ د سرحد په اوږدوکې د دیوال د جوړولو په اړه دا تازه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د ایران په ځینو ښارونو کې یو ځل بیا د افغان کډوالو پر خلاف د ایراني اوسیدونکو د کرکې ډک چلند په اړه په ټولنیزو رسنیو کې راپورونه ورکړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونه افغانان د مهاجرت په قانوني اسنادو، د اوسیدانې د اوږدې مودې ویزو او په پرته د کومو اسنادو ژوند کوي.

د ایران حکومت د روان ۲۰۲۴ کال له پیل څخه له دغه هیواد څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر چټک کړی دی. طالبانو د حکومت د کډوالواو ستنیدونکو چارو وزارت د شنبې په ورځ جولاۍ ۲۷( چنګاښ شپږم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ایران په تیرو دوو ورځو کې دوه زر او ۳۸۵ افغان کډوال د هرات ولایت د اسلام قلعه او دنیمروز ولایت د اوریښمو د پل سرحدي لارو افغانستان ته ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال له پیل څخه له ایران څخه نږدې ۵۰۰ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې اکثره ستانه شوي کډوال وايي چې ایراني پولیسو د هغوی ذ خوښې پرخلاف افغانستان ته شړلي دي.

خو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وايي چې د ایران څخه افغانستان ته د ستنیدونکو افغان کډوالو او دغه هیواد ته د تلوونکو افغان کډوالو د تګ راتګ په برخه کې یو څه انډول لیدل کیږي. دغه سازمان د جولاۍ ۱۹(چنګاښ ۲۹) په یو راپور کې ویلي چې د ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو د بهیرد چټکیدو سره هممهاله، لسګونه زره افغانان له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته کډه کړې ده.

مهاجرت نړیوال سازمان د خپلو ارزونو پراساس په دې راپور کې ویلي چې د ۲۰۲۴ کال د اپریل د لومړۍ ورځې د جون د میاشتې تر پایه ۵۳۲۸۵۴ افغانانو له خپل هیواد څخه کډه کړې او په دې موده کې ۸۵۸۱۷۰ تنه له ایران او پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د مهاجرت نړیوال سازمان ویلي چې له افغانستان څخه اکثره افغانان د اقتصادي، خپلو خپلوانو سره د لیدلو، طبیعي پیښو، افغانستان کې د ناامنۍ او روغتیايي مسایلو له امله دغو دوو هیوادونو ته سفر کوي.