تخار کې يوه پوځي چورلکه نسکوره شوې ده

د دفاع وزارت وایي چې په تخار کې MI17 ډوله چورلکه نسکوره شوې ده

د افغانستان د دفاع وزارت وايي د دوي یوه پوځي چورلکه د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د "تخنیکي ستونزو" له کبله نسکوره ده.

د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ، سپټمبر ۱ (وږی۱۱) په یوې اعلامیې کې لیکلي چې MI17 ډوله چورلکه له کندز نه تخار ته روان وه چې د کښېناستو پر مهال نسکوره شوه.

اعلامیې کې راغلي چې ددغې پېښې له کبله د چورلکې سورلۍ ته زیان ندی رسیدلی.

د تخار د والي ویاند محمد جواد هجري خبریالانو ته ویلي دي چې دغې چورلکې د افغان پوځیانو مړي انتقالول.

څه موده مخکې، د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د افغانستان د پوځ «بلک هاک» چورلکه نسکوره شوې وه چې له کبله یې پنځه تنه ووژل شول.

لدې وړاندې، د فراه په ولایت کې هم یوه پوځي الوتکه نسکوره شوې وه چې له کبله یې دوه پیلوټان ووژل شول.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې د تخار د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي دي او جزئیات به یې د څېړنو له پای ته رسېدو وروسته خپاره شي.