د فراه ښار امنیتي کمربند افغان ځانګړو ځواکونو ته سپارل شوی

اوس مهال د فراه په ښار کې د پولیسو د سرتیرو ترڅنګ د افغان پوځ سرتیري هم ځای په ځای شوي دي.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نظامي شورا د پریکړې له مخې د فراه د ښار د امنیت د ساتلو لپاره د دغه ښار د امنیتي کمربند د پوستو مسولیت د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو ته سپارل شوی دی.

د فراه والي جنرال عبدالبصیر سالنګي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د فراه له ښار څخه د طالبانو د ایستلو وروسته پریکړه وشوه، چې د دغه ښار د امنیتي کمربند مسولیت په موقتي ډول د افغان پوځ ځانګړو ځواکونو ته سپارل شي.

ښاغلي سالنګي وویل، په دې وروستیو ورځو کې اته پوستې، چې د فراه د ښار په دروازو کې طالبانو لاس ته ورغلې وې، د بیرته جوړولو وروسته د ملي اردو ځانګړو ځواکونو ته سپارل شوي دي.

د فراه والي وویل، چې لا هم د دغه ښار په ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو د لټولو لپاره د کور په کور د تلاشۍ عملیات روان دي.

هغه وویل، د ښار په مهمو برخو کې اضافي امنیتي پوستې هم جوړې شوي دي.

د فراه والي وویل، د فراه ښار او د ښار په څنډو کې امنیت په بشپړه توګه ټینګ شوی اوبازار هم بیرته پرانیستل شوی دی.

جنرال سالنګي وویل، چې د فراه په ښار کې د چهار شنبې د شپې د درنو وسلو ډزې د طالبانو بریدونو له امله نه وې شوې، بلکې د هغه پر وینا دا د فرصت طلبو اشخاصو کار وو، پولیس د دغو کسانو چې ډزې یې کړي د پیژندګلوۍ لپاره پلټنې پیل کړي دي.

نن د جمعې په ورځ د فراه ولایتي چارواکو، چې د ملي اردو د ظفر قول اردو قوماندن هم په کې حاضر وو، د یو ګډ خبري کنفرانس په ترڅ کې د دغه ولایت خلکو ته د امنیت ډاډ ورکړ.

په دې خبرې ناسته کې د فراه ولایت والي، امنیه قوماندان، د ملي امنیت رئیس او د ولایتي شورا رئیس او غړي هم حاضر وو.

د فراه والي وویل د تیرو ورځو په جګړو کې له پنځویشت زیات د افغان امنیتي ادارو منسوبین وژل شوي او پنځلس نور ټپیان شوي.

هغه په دغو جګړو کې د څلور ملکي افغانانو وژل کیدل او د پنځه دیرش نورو ټپي کیدل هم تائید کړل.

د فراه ولایتي شورا رئیس فرید بختور د فراه له هغو اوسیدونکو چې د دغه ولایت د تازه جګړو له امله یې د ښار څخه کډه کړې، وغوښتل چې بیرته خپلو مینو ته ستانه شي.

طالبانو د سه شنبې د ورځې (د غوایي ۲۵ مه) د فراه د ښار د نیولو لپاره پراخه عملیات پیل کړل، چې په ترڅ کې یې د دغه ښار ځینو برخو ته په ننوتلو هم بریالي شو.

خو د افغان ځواکونو د مقاومت په پایله کې طالب وسله وال د دغه ښار څخه وتلو ته اړ شو.

د فراه ولایتي چارواکي وايي، د امریکا هوايي ځواکونو هم د فراه په جګړو کې افغان ځواکونو سره مرسته کړې ده.

د فراه په ښار کې جګړې او د ناامنۍ پیښې د پنجشنې د ورځې ( غوایي ۲۷مې) پورې دوام درلود.

افغان امنیتي ځواکونو د فراه د ښار په جګړو کې وسله والو طالبانو ته د سر د دروند زیان ادعا کړې او ویلي دي، چې په دې جګړو کې شاوخوا درې سوه طالب وسله وال وژل شوي او له دوو سوو زیات نور ټپیان شوي دي.

خو وسله والو طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو دا ادعا رد کړې او د افغان ځواکونو منسوبینو ته یې د سر د زیات زیان د اړولو ادعا کړې ده.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې، چې د فراه څخه په خپله خوښه وتلي دي.