اندرابي: د تاوتریخوالي کمېدو مرحله تر پنځو ورځو پیلېږي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د تاوتریخوالي کمولو مرحله به تر راتلونکو پنځو ورځو پیل شي.

مسعود اندرابي نن سې شنبه «سلواغې۲۹مه» د پولیسو د قوماندانو په ورکشاپ کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونه د دغه بهیر د پیلېدو لپاره پوره چمتووالی لري.

ښاغلي انداربي وویل چې افغان سرتېري په دغه موده کې د دې ترڅنګ چې د وضعیت مراقبت او د سولې ټولو هوکړو ته به ژمن وي، له ځان څخه دفاع ته هم پوره چمتووالی لري.

هغه زیاته کړه:"په هغه صورت کې که چیري طالبان د تاوتریخوالي کمولو بهیر په موده کې پر موږ بریدونه وکړي، افغان امنیتي ځواکونه قاطعانه دفاع کوي او ځواب ته چمتو دي."

ښاغلي اندرابي همدارنګه وویل چې له افغان ځواکونو څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ دوام پیدا کوي او که چیري په افغانستان کې د بهرینو سرتېرو شمېر کم شي، دا به پر افغان امنیتي ځواکونو کوم اغېز ونه لري.