د پیښور تورخم په لویه لار د خیبر په سیمه کې نن شنبې په ورځ (مارچ ٢٣) د موټرو نه د سړک د ټیکس اخیستلو پلازا یا د حق العبور دروازه قهرجنو مظاهره کوونکو وسوځوله.
د پاکستان د لویو لارو ملي ادارې دغه پلازا د خیبر د جمرد تحصیل په کټه کوشته سیمه کې د تیر کال د دسمبر په میاشت کې جوړه کړې وه.
د امریکا د ډیوه خبریال وایي ددغې دروازې د جوړیدو پر وخت هم ځایي خلکو او ترانسپورتونو احتجاج کړی و چې د یو څه وخت لپاره د حق العبور اخیستل پرې بند شول.
ځاي خلک وایي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د قبائیلي سیمو د ورگډیدو پر وخت پریکړه شوی وه چې تر پنځو کلونو پورې به پدې سیمه کې هیڅ ډول مالیات نه اخیستل کیږي.
Angry transporters on Saturday burnt and demolished National Highway Authority toll plaza on the main Pesh Torkhum Highway. Transporters have been protesting against NHAs move to collect toll tax from heavy vehicles taking trade goods to Afghanistan. pic.twitter.com/r66HGmewYk
— VOA DEEWA (@voadeewa) March 23, 2019
د جمعې په ورځ مارچ ٢٢ احتجاج کوونکو ګواښ کړی و چې که د شنبې په ورځ مارچ ٢٣ دغه پلازا لرې نشي نو دوی به یې پخپله لرې کړي او له دې امله یې نن دغه پلازا نړولې ده.
چارواکو یولي چې له دغه مالیاتو نه د پیښور تورخم د ۴٢ کیلو متره لوی لارې د رغولو لپاره گټه واخیستل شي.