په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت کنسرت

عکس: آرشیف

په افغانستان کې د جمهوريت له نسکورېدو او په دغه هیواد کې د طالبانو له واکمنېدو څه باندې یو کال وروسته، د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د لومړي ځل دپاره د پرتګال په پلازمینې لیزبن کې موسیقي اجرا کړه.

ددې کنسرت جوړوونکي وايي، په داسې حال کې چې طالبان په افغانستان کې د موسیقۍ اورېدل او تولیدول د خپل فکر په اساس د «اسلام د احکامو خلاف» بولي، ددې ډول کنسرتونو له جوړولو سره هڅه کوي چې د افغانستان کلتور او موسیقۍ ژوندي وساتي.

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت بنسټ ایښودونکي او مشر احمد ناصر سرمست وویل دا کار خپل مسوولیت بولي. هغه زیاته کړه: "وخت زموږ څخه قرباني او فداکاري غواړي. موږ باید د افغانستان د موسیقۍ غږ اوسو."

د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتوت د آرکستر ډله د افغانستان دننه او بیرون فعاله وه خو د تېر کاله په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته تیت او پرک شوه.

دا مطلب هم ولولئ

په لیزبن کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتوت کنسرت

د "شجاعت سمفوني" په نوم د امریکا غږ په یوه تازه مستند فلم کې ښودل کیږي چې د موسیقۍ ددې ډلې غړي په اروپا کې د کډوالۍ په موخه افغانستان پرېږدي.

اوس د افغانستان د موسیقۍ ملي انستیتیوت د افغانستان د موسیقۍ یوازنی ښوونځی دی چې له افغانستان څخه دباندې خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

د امریکا غږ رییسې، یولنډا لوپز چې په دغه کانسرټ کې برخه اخیستې وه، ددې کنسرت جوړېدل د افغانستان د کلتور د ساتنې دپاره هیله بخښونکی ګام وباله.

هغې وویل: "په کابل کې د موسیقۍ د اجرا کولو د آزادۍ له لاسه ورکول په افغانستان کې د یوې بلې له لاسه وتلي آزادۍ ښکارندویي کوي چې موږ د امریکا غږ په توګه هره ورځ د بیان د ازادۍ دپاره هڅه کړې ده او اوس افغان ولس د اطلاعاتو، خبرونو او موسیقۍ تږی دی."

د پرتګال یو شمېر چارواکو، د دغه انسټیټیوټ د ملاتړو بنسټونو او په پرتګال کې د میشتو افغانانو له خوا ددې کنسرت هرکلی وشو.

په دې کانسرټ کې د پرتګال د بهرنیو چارو وزیر ژواو ګومش کروینیو هم ګډون کړی و.

ښاغلي کروینیو وویل: "دا یوه په زړه پورې شیبه ده ځکه چې موږ په پرتګال کې د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ له لارې د افغان کلتور مهمې برخې ته لاسرسی مومو چې له بده مرغه په افغانستان کې پرې بندیز لګول شوی دی. خو په پرتګال کې د دې فرصت درلودلو مهمه خبره دا ده چې دا د افغان کلتور د ژوندي پاتې کیدو امکان رامینځته کوي. ځکه موږ پوهیږو چې یوه ورځ به په افغانستان کې بیا د موسیقۍ غږول ممکن وي او د دې لپاره اړینه ده چې دا سلسله ژوندۍ وساتل شي او په پرتګال کې موږ په دې ویاړو چې په دې برخه کې مرسته کوو."

د افغانستان د موسیقۍ د ملي انسټیټیوټ موسیقي غږونکو له دې امله خوښي وښودله چې خپل هنري فعالیتونه یې له سره پیل کړي دي.

ددې انسټیټیوټ د آرکستر لارښوونکې شګوفه خان وویل، په ځانګړي ډول له دې امله خوشحاله ده چې د افغانستان د خلکو غږ پورته کړي.

په دغه کانسرټ کې د افغانستان د ټولو سیمو او توکمونو بیلابیلې سندرې وړاندې شوې.