د امریکا د کانګرس په ودانۍ د یرغل لومړۍ کلیزه 

د امریکا په ګانګرس د برید تصویر

سبا پنجشنبه د جنورۍ شپږمه (مرغومې۱۶) د متحده ایالاتو د کانګرس په ودانۍ باندې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلویانو د یرغل لومړۍ کلیزه ده.

تېرکال همدا ورځ چې زیات شمیر تاریخ لیکوونکي یې د متحده ایالاتو د دموکراسۍ په معاصر تاریخ کې تر ټولو تیاره ورځ ګڼي، په زرګونو کسانو د سپینې ماڼۍ مخ ته د راټولیدو وروسته د کانګرس په ودانۍ برید وکړ چې د په انتخاباتو کې د جو بایډن د بریا د تائید د غونډې مخنیوی وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر جو بایډن به سبا ته په کانګرس کې په یوه وینا کې ددغه برید په تاریخي اهمیت باندې خبرې وکړي.

د یو کال په تیریدو سره د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په شپږمه پر کانګرس باندې د یرغل په اړوند او دا چې د دوو تیرو پیړیو راهیسې د کانګرس پر ودانۍ باندې ددغه تر ټولو بد برید مسول څوک دی، لا هم زیاتې پوښتنې شته.

د پخواني ولسمشر دونالد ټرمپ زیات شمیر پلویان ادعا کوي چې پر کانګرس باندې برید جدي نه و، پداسې حال کې چې منتقدین وایي دونالډ ټرمپ خپل ملاتړي هڅولي تر څو د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د جو بایډن د بریا د تائید کیدو بهیر معکوس کړي.

په پای کې بلوګر د کانګرس ماڼۍ ته ننوتل او د کانګرس غړو ته یې امنیتي ګواښونه رامنځته کړل.

د امریکا د کانګرس د استازو خونې رئیسه ننسي پلوسي وایي «هیڅکله به ولسمشر ټرمپ، د هغه نوکران او بدمعاشان چې کانګرس ته یې را استولي وو ونه بخښم. البته د هغو روحي زیانونو په وجه چې زمونږ مامورینو ته یې پیښ کړي دي.»

د جنورۍ د شپږمې د برید وروسته د کانګرس د استازو مجلس د څو ورځو په ترڅ کې د دونالډ ټرمپ استیضاح کولو ته رایه ورکړه، خو د سنا مجلس هغه بريالذمه اعلان کړ.

امریکایي وکیلانو تر اوسه د هغې ورځې د امنیتي کمزورتیا د ارزونې لپاره څو استماعیه غونډې کړې دي. د تیر کال د جون میاشتې په وروستیو کې د استازو خونې د دونالډ ټرمپ د کړنو د ارزونې په مقصد یوه ځانګړې کمیټه جوړه کړه.

تمه ده چې دغه کمیټه به خپلې موندنې د ۲۰۲۲ کال د منځمهاله انتخاباتو دمخه رپوټ کړي، خو دغه موندنې د حقوقي بلوه الزامي جنبه نلري.

د متحده یالاتو په محکمو کې پر کانګرس باندې د یرغل په تړاو ۷۰۴ تنه د مختلفو جرمونو په تور تورن شوي دي.

په عین وخت کې یو شمیر محققین وایي چې شاوخوا له ۷۰ څخه تر ۸۰ پورې کسان چې په جګړه مارو شبکو کې شاومل دي د شدیدو تورنونو سره مخامخ دي.

د جنورۍ د شپږمې په برید کې د بریدګرو له جملې څخه پنځه تنه مړه شوي دي.

پوښتنه داده چې ایا دغه بې نظمي په ناڅاپه توګه او په خپل سر رامنځته شوې او که د یو پلان شوي یرغل برخه وه؟