نن ۱۰۰ نور طالب بندیان له زندانه خوشې کېږي

د افغان حکومت له خوا د چهارشنبې په ورځ د سلو طالب بندیانو له خوشې کېدو وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې نن به هم سل نور طالب بندیان خوشې شي.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ اپریل نهمه (وري ۲۱) په خپل ټویټر لیکلي چې دا شمېر بندیان د هغوی روغتیايي وضعیت، عمر او د حبس مودې ته په پاملرنې د بګرام له زندان څخه خوشې کېږي.

ښاغلي فیصل د طالب بندیانو خوشې کول د سولې د بهیر لپاره او د کروناویروس د مخنیوي په برخه کې د افغان حکومت د هڅو یوه برخه بللې ده.

تېره ورځ هم افغان حکومت ۱۰۰ طالب بندیان له دې سوګند وروسته چې هېڅ‌کله به د جګړې ډګر ته نه ورګرځي، خوشې کړل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي دا شمېر طالب بندیان په هغه اوږد لیست کې شامل دي چې د طالبانو درې کسیزه پلاوي له افغان لوري سره په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و.

په عین حال کې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د هغو هېوادونو له سفیرانو سره چې په افغانستان کې پوځي حضور لري د طالب بندیانو د خوشې کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ملي امنیت شورا د اعلامیې له مخې ښاغلي محب ویلي چې افغان حکومت د طالب بندیانو خوشې کولو او د سولې د بهیر پر مخ وړلو ته چمتو دی.

د ښاغلي محب پر وینا د افغان حکومت او طالبانو تخنیکي ډلو ترمنځ خبرو کې د لانجمنو مسایلو په تړاو هم یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست سرپرست جنرال احمدضیا سراج په دغه ویډیويي کنفرانس کې ویلي چې یو شمیر طالب بندیان پر ولسي وګړو د "لویو تروریستي بریدونو" په ترسره کولو تورن دي.

ښاغلي سراج ویلي چې دغه کسان له نړیوالو تروریستي شبکو سره اړیکې لري او ټینګار یې کړی: "د خوشې کولو په صورت کې، دوی افغانستان او متحدینو ته یې ګواښ ګڼل کېږي".

د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو د سولې د تړون یوه برخه ده چې د روان عیسوي کال د فبرورۍ په ۲۹مه د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا په قطر کې لاسلیک شو.