عوامي نیشنل گوند د "غیر شفافه" انتخاباتو ضد مظاهرې کوي

د پاکستان د عوامي نیشنل گوند د یکشنبې په ورځ یوه غونډې کې پریکړه کړې چې د انتخاباتو نتایج ردوي او د ټاکنو د بیا کیدو غوښتنه کوي.

د عوامي نیشنل گوند مشرانو دا پریکړه هم وکړه چې د دوشنبې په ورځ به په انتخاباتو کې د ټگۍ برگۍ خلاف مظاهرې وکړي.

د ای این پي گوند یو مرکزي مشر میا افتخار حسین وایي چې د دوشنبې په ورځ به د خیبر پښتونخوا په مختلفو ښارونو کې مظاهرې وکړي.

د پاکستان د جولایي د ٢٥ نیټې په عمومي انتخاباتو کې د پاکستان د تحریک انصاف گوند په مرکز او په دریو صویو کې د پام وړ کامیابي ترلاسه کړیده خو د دغه گوند سیاسي مخالفینو تور لگولی دی چې انتخابات غیر شفافه و.

د پاکستان پخوانی حکومتي گوند د مسلم لیگ نواز گوند هم د انتخاباتو نتایج ردکړیدي او د پاکستان په پوځ یې تورونه لگولي دي چې د عمران خان د بری لپاره یې ټگي برگي کړیده.

د ای این پي یو مشر او پخوانی سناتور افراسیاب خټک په خپل ټویټر تور لگوي چې د عمران خان په ملاتړ ټگي برگي شویده. هغه لیکي.

"مشرف دا منلې و چې د ٢٠٠٢ کال په انتخاباتو کې ترینه عمران ١٠٠ څوکۍ غوښتې وی خو هغه ورته یواځې ١٠ څوکۍ ورکولی. اوسنیو مشرانو عمران ته د هغه د خوښې څوکۍ ورکړیدي او لدی لپاره یې ټگۍ برگۍ ته ضرورت لرلو."

د یادونې وړ ده چې د عوامي نیشنل گوند یواځې یو کاندید د قامي اسمبلۍ څوکۍ گټلي ده او د خیبر پښتونخوا په صوبې کې یې هم یواځې 6 کاندیدان کامیابه شويدي.

د پاکستان تحریک انصاف گوند په تاریخ کې په لمړني ځل په خیبر پښتونخوا کې په دوهم ځل حکومت جوړوي.