د ډیورنډ پر کرښې د هند ضد راډیويي خپرونې پیل شوې

په ننګرهار کې چارواکي وايي چې لا د دغې راډیو په خپرونو خبر نه دي

د ننګرهار ولایت د شینوارو ولسوالیو ته ورڅېرمه یوې راډیو د پاکستاني پوځ پر پلوی خپرونې پیل کړي او د هند خلاف تبلغات کوي.

اټکل کېږي چې د پاکستاني پوځ پر پلوی دغه خپرونې د ننګرهار د شینوارو له کومې سیمې کېږي. په (۹۰،۸)څپو کېدونکي نشرات هر ماښام له اوو بجو پیلېږي چې څه باندې یو ساعت دوام کوي او خپرونې یې تر ډېره د هند د حکومت خلاف وي.

دغه راډیو کوم ځانګړی نوم نه لري او راسآ په تبلیغاتو پېلېږي. خپرونې یې د شینوارو له ولسوالیو سره-سره جلال اباد ښار ته څېرمه ساحو کې هم اورېدل کېږي.

د دغې راډیو په خپرونو کې د پاکستان د پوځ خلاف هر ډول تبلیغات او جګړې د "یهودانو د ایجنټانو کار" ګڼل کیږي.

د ننګرهار د شینوارو د خوا ځینې ځايي خلک چې دغه راډیو اوري وايي د خپرونو چلوونکي ځینې وخت د سرحدي سیمو افغان اوسېدونکو ته د پاکستاني شناختي کارتونو د ورکړې وړاندیزونه هم کوي.

خیر الله د کوټ ولسوالۍ اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل" د اچین د مامند، کوټ دسانه دادر او وچ کوټ ساحو نومونه اخلي او خلکو ته وايي چې ستاسې ژوند ښه شي نو د پاکستان حکومت به درته کارتونه در کړي او ژوند به مو ښه شي."

د راډیو خپرونې په پښتو ژبې دي. خو د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي تر اوسه لا د پاکستاني حکومت پر پلوی له روانو نشراتو نه دي خبر شوي.

که څه هم افغان حکومت د ننګرهار د شینوارو پلو ته د داعش راډیو د خپرونو بندیدو پسې څو واره هڅې وکړې، خو لاهم دغه خپرونې روانې دي، مالومه شي چې د پاکستان د پوځ پر پلوی ددغه تازه نشراتو په اړه حکومت څه کولی شي.

په دغو سیمو کې د داعش او طالبانو راډیو هم خپرونې لرې.