په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو شارزدافیر له افغان حکومت څخه غوښتي چې د اداري فساد پر ضد د یوې معنا لرونکي مبارزې په اړه خپلې ژمنې پیاوړې کړي.
راس ویلسن نن چهارشنبه ډسمبر نهمه (لېندۍ ۱۹) له اداري فساد سره مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د اداري فساد په وړاندې مبارزه به د خلکو ملاتړ زیاد، افغانستان به پیاوړی او له دغه هیواد سره به د نړیوالې ټولنې ملاتړ ډاډمن کړي.
هغه زیاته کړې: "له اداري فساد سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت غواړم ټینګار وکړم چې د امریکا متحده ایالات تمه لري چې د افغانستان دولت د شفافیت، حساب ورکونې او د اداري فساد پر ضد د یوې معنا داره او اثبات لرونکي مبارزې په اړه خپله ژمنه پیاوړې کړي."
1/3 On International Anti-Corruption Day, I want to emphasize that the U.S. expects that the Afghan government will strengthen its commitment to transparency and accountability by prioritizing a meaningful, demonstrable fight against corruption. pic.twitter.com/j1CPk919wj
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) December 9, 2020
نوموړي ویلي افغان حکومت باید له فساد سره د مبارزې لپاره په فساد ککړو کسانو ته دا پیغام ورسوي چې «جنایتونه» یې مجازات کیږي.
تر دې مخکې د اروپايي ټولنې په ګډون یو شمېر نورو بنسټونو هم له افغان حکومت څخه د اداري فساد پر ضد د جدي مبارزې غوښتنه کړې وه.
اروپايي ټولنې د ۲۰۲۰ کال نومبر ۱۲مه له اداري فساد سره د مبارزې په شپږم کلني کنفرانس کې له فساد سره د مبارزې د خپلواک کمېسیون او په دې برخه کې نوې ستراتیژۍ په جوړولو ټینګار وکړ.
تر دې مخکې «سیګار» ویلي وو چې د افغانستان حکومت د سیستماتیک فساد په وړاندې محدود ګامونه پورته کړي او د فساد ضد مبارزې په برخه کې اصلاحات پدې هیواد کې د مقرراتو د ټاکلو او د غونډو د جوړولو په حد کې دي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت تل له فساد سره د مبارزې برخه کې د اقداماتو خبر ورکړی او تیره میاشت یې له اداري فساد سره د مبارزې څلور کسیز کمېسیون هم جوړ کړ.