پولیسو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۱۱ ټُنه اپین نیولي

پولیس وايي چې په خوګیاڼو ولسوالۍ کې ۱۱ ټُنه اپین یې له ضبط وروسته له منځه وړي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې ځانګړو پولیسو د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخدراتو د پروسس دوه فابریکې، چې په کې شاوخوا ۱۱ ټُنه اپین وو، له منځه وړي دي.

دغه عملیات، چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ اوړمه شپه ترسره شوي دي، په کې یو کس د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د دغه وزارت د مخدره موادو پر ضد د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري امریکا غږ آشنا ته وویل، چې له نیول شویو اپینو څخه د سمپل یا نمونې له اخیستلو وروسته، پولیسو دغه نشه‌يي توکي په سیمه کې ځای پر ځای سوزولي دي.

ښاغلي یادګاري دا څرګنده نه کړه، چې د مخدره موادو د پروسس دغه فابریکې او نیول شوي اپین د کومې وسله‌والې ډلې پورې اړه لري خو وې ویل "موږ د دغو عملیاتو پر مهال، په دغو دوو لابراتوارونو کې یو شکمن کس نیولی چې ترې تحقیقات روان دي، جزئیات به یې وروسته څرګند شي".

ښاغلي یادګاري زیاته کړه، د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د ځانګړو پولیسو د عملیاتو دغه لړۍ به په ټولو هغو ولایتونو کې چې د مخدراتو کاروبار په کې کیږي، دوام وکړي.

له دې وړاندې هم افغان امنیتي او دفاعي سرتیرو د بهرنیو ځواکونو په ملاتړ د افغانستان په یو شمیر ولایتونو په ځانګړي ډول هلمند کې د مخدره موادو د کارخانو او زیرمتونونو د له منځه وړلو عملیات ترسره کړي دي، چې په کې د مخدره موادو مافیا او د دولت وسله‌والو مخالفینو ته درانه مالي زیانونه اوښتي دي.

افغان چارواکي وايي، د مخدره موادو کاروبار د حکومت د وسله‌والو مخالفینو د تمویل مهمه سرچینه ده او له همدې امله یې له بهرنیو ځواکونو سره په ګډه د وسله‌والو مخالفینو د تمویل سرچینو د وچولو لپاره، خپل ځمکني او هوايي عملیات پراخ کړي دي.