په ایران کې د مظاهرو پر ضد مظاهرې شوې

د دوشنبې په ورځ زرګونه ایرانیانو د حکومت په ننګه مظاهره وکړه

د ایران د حکومت په زرګونو پلویانو هغه مظاهرې او مظاهره کوونکي وغندل چې د حکومت پر ضد راوتلي دي.

د حکومت په پلوۍ زرګونه کسان د دوشنبې په ورځ (نومبر۲۵) د تهران د انقلاب په څلور لارې کې راټول شوي وو. دوی د حکومت په ننګه بیرغونه له ځانونو سره لېږدول او (مرګ پر امریکا) یې شعارونه ورکول.

امریکا پر ایران کلک اقتصادي بندیزونه لګولي او امریکایي چارواکو په دغه هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو ننګه کړې ده.

د فرانسې د خبري اژانس (فرانس پرس) خبریال وايي د حکومت په ننګ مظاهرې کې زاړه، واړه او مذهبي مشران راټول شوي وو. ځینو کسانو د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي تصویرونه هم لېږدول.

د ایران حکومت څه موده مخکې د پطرولو قیمت شاوخوا ۲۰۰سلنه لوړ کړ چې له کبله یې زرګونه کسان مظاهرو ته راووتل او د حکومت دا کار یې وغنده.

د رپوټونو له مخې په دغو مظاهرو کې څه باندې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي، خو د ایران حکومت دغه شمیرې له واقعیت لوړې او خیالي گڼي.

ایراني چارواکي وايي چې ورانکارو د ایران د دښمنانو -امریکا، اسرایل او سعودي عربستان- په مشورې مظاهرې په تاوتریخوالي بدلې کړې.

امریکا پر ایران اقتصادي بندیزونه لګولي دي چې له کبله یې د دغه هېواد اقتصاد سخت زیانمن شوی دی.