​د نړۍ ډیجټل ځواکونو د ترهګرۍ خلاف ګډ نوښت پیل کړی

د فیسبوک، ټویټر، مایکروسافټ او یوټیوب شبکو د نړیوال انټرنټي جوړښت تر نامه لاندې د تروریزم ضد ګډه جبهه پرانیزي.

د دغو شرکتونو په یوې ګډې اعلامیې کې ویل شوي چې ترهګري او له تاوتریخوالي ډک افراطیت ډېرې ستونزې زېږولي چې باید یې مخه ونیول شي.

د دغو امریکايي شرکتونو له خدماتو نه د نړۍ څه باندې دوه میلیارد وګړي کار اخلي.

دغو شرکتونو هېله ښودلې چې د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په ګډون د حکومتونو، نړیوالو علمي سازمانونو او مدني ټولنو په مرسته به یې دغه نوې هلې ځلې د ترهګرۍ او افرطیت ضد ښې ثابتې شي.

دا شرکتونه وايي داسې نوي لارې چارې به پيلوي چې په مرسته به یې د ترهګرۍ اړوند مسایل او موضوعګانې په ډیجټلي رسنیو او شبکو کې په نښه کيږي او ختمیږي.

دا ګډ نوښت له هغه وروسته اعلان شوی چې ځینو حکومتونو او فعالینو د "ډیجټل ترهګرۍ" له پراختیا ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

کارپوهان وايي چې د اسلامي دولت ډله یا داعش په ځانګړې توګه د ډیجټلي رسنیو په مرسته په نړۍ کې کرکه او ترهګري خپروي.

پخوا د ټویټر او ګوګل شرکتونو د افغان طالبانو پورې اړونده یو اپلکیشن او ټویټري پاڼه بند کړي وه.