بلېنکن له عبدالله سره په افغانستان کې د امریکا د تګلارې په اړه غږېدلی 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شنبې په ورځ فبروري‌۲۰ (کب۲) د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره خبرې کړي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس ویلي‌ دي چې ښاغلي بلېنکن عبدالله عبدالله سره «په اافغانستان کې د امریکا د تګلارې د ارزولو په اړه خبرې وکړې».

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ويل شوي دي چې ښاغلي بلېنکن د ښاغلي عبدالله څخه مننه وکړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مهمه دنده مخې ته وړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدغه راز «په افغانستان کې د باثباته سیاسي جوړجاړي، هر اړخیز او دایمي اوربند په اړه» د امریکا د همکارۍ او ننګې ډاډ هم ورکړی دی.

ښاغلي بلېنکن داسې مهال د افغانستان د سولې د عالي‌ شورا له مشر سره خبرې کړي ‌دي ‌چې د امریکا د دفاع وزارت وايي په بېړه او نامنظم ډول به له افغانستان څخه ونه وځي.

د جرمني صدراعظمه انکلا مرکل نن وویل چې جرمني‌ځواکونه چمتو دي چې د ډېرو وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

امریکايی چارواکي وايي هغه تړون بیا ارزوي چې د مخکني‌ولسمشر دونالډ ټرمپ پر مهال د ۲۰۲۰په فبرورۍ کې له طالبانو سره لاسلیک شوی.

د تړون په اساس بهرني ځواکونه به د مارچ په میاشت کې له افغانستان څخه وځي، طالبان به اورکم کوي، له القاعده سره به اړیکې شلوي او له افغان حکومت سره به د سولې خبرې کوي چې جګړه ختمه شي.

امریکايي چارواکي او ناټو ځواکونه وايي‌چې طالبانو د تړون په ژمنو عمل نه دی کړی.