امریکا او چین د یو بل په اقتصادي تګلارو نیوکې وکړې

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د چین ولسمشر شي جنپنګ د پاپوا نیوګیني په مرکز، پورټ مورسبي کې د آسیا د ارام سمندر د حوزې د هیوادونو د اقتصادي همکاريو په سرمشریزه غونډه کې د یو بل پر اقتصادي پالیسیو سختې نیوکې وکړې.

دغو دوو مشرانو د نړۍ د مشرتابه لپاره دوه مخالف لیدلوري وړاندې کړل او ښاغلي پنس د بهرنیو پورونو د منلو په اړه د غونډې برخه والو ته خبرداری ورکړ.

هغه وویل "هغه بهرني پورونه مه منئ چې ستاسو حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي. خپلې ګټې وساتئ، خپل استقلال وساتئ او بالکل د امریکا په څیر خپل هیواد ته لومړیتوب ورکړئ."

د ښاغلي پنس تر خبرو مخکې د چین جمهور رئیس شي جنپنګ وویل چې د یو کمربند او یوې لارې نوښت د همکاریو یو آزاد پلټفورم دی چې اساس یې د ګډو ګټو په اړه د مشورو کولو پر اصل ولاړ دی.

بل لوري ته امریکا، اسټرالیا او جاپان همداراز نن شنبه د هند د بحراکاهل د حوزې د زیربنايي چارو لپاره د یو درې اړخیز مشارکت په اړه یوه اعلامیه خپره کړه او وویل چې دې حوزې ته د یوې آزادې، ټولشمولې، سوکالې او خوندي سیمې په توګه وده ورکوي.

Your browser doesn’t support HTML5

امریکا او چین په خپلې اقتصادي سیالۍ کې په یو بل نیوکې وکړې