شاهین اسمايي ۳ پر صفر د اباسین څپې ته ماتې ورکړه

د دغې لوبې په لومړیو درې دقیقیو کې لومړی ګول تر سره شو او لوبه یې په زړه پورې کړه.

د افغانستان د فوټبال د غوره لیګ په لسمې لوبې کې پرون جمعه (وږي ۱۵ د سپټمبر ۶مه) د شاهین اسمايي او د اباسین څپې لوبډلو سره سیالي وکړه.

لوبه ۳-۰ د شاهین اسمايي په ګټه ختمه شوه.

د دغې لوبې په لومړیو درې دقیقیو کې لومړی ګول د شاهین اسمايي لوبغاړي‌ خلیل احمد لخوا تر سره شو او لوبه یې په زړه پورې کړه.

دویم او دریم ګولونه بیا هم د شاهین اسمایي په ګټه ذین الدین شریفي په اتلسمې او رووف قاري د لوبې په پاې کې تر سره کړ.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو کې ۱۵ لوبې کیږي چې په پای کې یوه لوبډله د اتلولۍ جام ګټي.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه چې اته زره افغانۍ وې، د شاهین اسمايي لوبغاړي نوید افغان ته د هغه د غوره لوبې لپاره ورکړل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد لیګ په نهمې لوبې کې وړمه ورځ، د طوفان هریرود او د میوند اتلانو سره سیالي وکړه چې ۱-۴ د طوفان هریرود په ګټه ختمه شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون لوبغالی د دغو لوبو کوربه دی.

د چارواکو‌ په وینا د فوټبال غوره لیګ سیالۍ نیږدې ۵ زره نندارچیان له نږدې ګوري.

حسیب چې د پروان ولایت نه کابل ته د دغو لوبو لیدو ته راغلی امریکا غږ ته وايي:"د پروان نه کابل ته د فوټبال د غوره لیګ لوبو لیدو ته راغلی یم. فوټبال زما د خوښې لوبه ده او د غوره لیګ ټولې لوبې مې له اوله تر اوسه په لوبغالي کې لیدلي دي. د خوښې لوبډله مې د نورو تر څنګ، د شاهین اسمايي لوبډله ده او هیله لرم چې د دې پړاو په پای کې ګټونکې شي."

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ اتم پړاو کې ۱۵ لوبې کیږي چې په پای کې یوه لوبډله د اتلولۍ جام ګټي.

د افغانستان د فوټبال غوره لیګ سیالۍ سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کالیزې په مناسبت پېل شوي دي چې د یو ملت یو غږ تر شعار لاندې لوبې کیږي.

تېر کال د افغانستان د فوټبال غوره لیګ د اووم پړاو وستۍ سیالي د طوفان هریرود لوبډلې ګټلې وه.