په اسرائیل کې د جوړو شویو وسلو یو پر څلور برخه په عربي هیوادونو پلورل شوې 

په اسرائیل کې جوړ شوي تړغندي

د اسرائیل د وسلو خرڅلاو او صادرات تېر کال په بې ساري ډول ۱۲،۵ میلیارده ډالرو ته رسیدلي او هغو عربي هېوادونو چې له اسرائیل سره اړیکې لري د دغو وسلو کابو څلورمه برخه پیریدلې ده.

د اسرائیل د دفاع وزارت چې د دغه هېواد د دفاعي صنايعو او صادراتو څارنه کوي، د چهارشنبې په ورځ جون ۱۴ (غبرکولي ۲۴) وويل چې پر عربي هېوادونو پلورل شويو وسلو کې ډرون سيسټمونه (بې پيلوټه الوتکې)، توغندي، راکټونه او د هوایي دفاع سيستمونه شامل دي.

د اسرائیل د دفاع وزارت شمېرې ښيي چې په تېرو نهو کلونو کې د دغه هېواد د وسلو صادرات دوه برابره زيات شوي دي.

د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د اسرائیل څخه د ابراهیم په تړون کې شاملو هیوادونو - متحده عربي اماراتو، بحرین او مراکش - ته د وسلو صادرات په ۲۰۲۱ کې له ۸۵۳ میلیون ډالرو څخه په ۲۰۲۲ کې ۲.۹۶ میلیارد ډالرو ته لوړ شوي.

د ابراهیم تړون په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوښت رامنځته شو او پر بنسټ یې له اسرائیل سره د متحده عربي اماراتو او بحرین اړیکې عادي شوې. بیا مراکش او سودان هم په دې تړونونو کې شامل شول.

د اسرائیل د دفاع وزارت يه یوه اعلامیه کې ویلي چې: "په نړۍ کې بې ثباتۍ د اسرائیل له خوا جوړ شوي هوايي دفاعي سیستم، ډرون او توغندیو ته تقاضا زیاته کړې ده. موږ د خپلې وړتیا او نورو پیاوړي کولو ته دوام ورکوو."

ټاکل شوې چې د چهارشنبې د ورځې په پای کې د جرمني پارلمان یوه داسې معامله تصویب کړي چې له مخې به یې دغه هېواد له اسرائیل څخه د ۴،۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د اررو-۳ هوايي دفاعي سیسټم واخلي.

د اررو-۳ لرې واټن ویشتونکی سیسټم په هوا کې د توغندیو په نښه کولو لپاره ډیزاین شوی، او په جرمني کې په نصب کولو سره د دې وړتیا لري چې د اروپايي اتحادیې غړو هیوادونو ته محافظتي ډال چمتو کړي.