د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي پخپل ټویټر کې د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند، صبغت الله احمدي د دندې نه د لیرې کولو اعلان وکړ.
د ارګ ویاند همدرانګه ویلي دي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني د ځانګړي حکم له مخې به په ترکمنستان کې د افغانستان پخوانی سفیر میرویس ناب تر څو پورې چې نوی ویاند ټاکل کیږي، د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست ویاند وي.
ښاغلي صدیقي لیکلي دي چې، ښاغلی احمدي د "غیر مسؤلانه څرګندونو" په خاطر د دندې نه لیرې شوی، خو هغه دا ندي ویلي چې د بهرنیو چارو دوزارت سرپرست ویاند کومې غیرې مسؤلانه څرګندونې کړیدي.
رییس جمهور غنی طی حکمی آقای میرویس ناب سفیر اسبق افغانستان در ترکمنستان را به حیث معین همکاریهای اقتصادی وزارت امور خارجه تعیین کرد. وی همچنان الی تقرر سخنگوی جدید این وزارت از امور دفتر سخنگوی سرپرستی خواهد نمود. سرپرست سخنگوی اسبق به دلیل اظهارات غیر مسوولانه اش برکنار گردید.
— Sediq Sediqqi (@SediqSediqqi) October 6, 2019
څو ورځې وړاندې صبغت الله احمدي د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې " هیله لرو دا ځل پاکستاني چارواکي طالبان د افغانستان د دولت سره د مخامخ خبرو لپاره په ریښتیني توګه همکاري وکړي او عملي کار وکړي."
د ښاغلي احمدي د دې څرګندونو نه وړاندې د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي ویلي چې اسلام آباد ته د ملا عبدالغني په مشرۍ د طالب استازو سفر او د پاکستاني چاراکو سره یې ملاقات په افغانستان کې د سولې سره هیڅ ډول مرسته نشي کولی.
ښاغلي صدیقي د پاکستان د همکارۍ په هکله د بهرنیو چارو د وزارت د سرپرست ویاند دا څرګندونې رد کړلې او د هغه شخصي نظر یې وګاڼه خو وروسته صبغت الله احمدي په ټویټر کې ولیکل چې څرګندونې یې د بهرنیو چارو د وزارت په استازیتوب د افغانستان رسمي دریځ دی.