وروسته له هغې چې په پاکستان کې یو شمیر خبریالانو او د ټولنیزو شبکو مطرحو څیرو ادعا وکړه چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني پاکستان ته پټ سفر کړی و، د افغانستان جمهوري ریاست دغه ادعا رد کړه.
د کامران خان په نوم د پاکستان یو پیژندل شوي خبریال په ګډون ځینې خبریالانو لیکلي وو چې جمهور رئیس غني څو میاشتې مخکې د پاکستان، پنجاب ایالت په راولپنډۍ ښار کې د چکلاله هوایي اډې ته د پټ پرواز وروسته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز قمر جاوید باجوه سره اوږده لیدنه کتنه درلودلې وه.
Of Dr Ashraf Ghani’s secret visits to Pakistan: On one such spectacular visit several months ago Ghani landed at Chaklala Air base but didn’t disembark from his plane. The COAS Gen Qamar Bajwa met him there for a long meeting. This mode of secrecy was Ghani’s choice! pic.twitter.com/c8NlUJlamx
— Kamran Khan (@AajKamranKhan) April 28, 2021
د کامران خان په ادعا جمهور رئیس غني د خپلې الوتکې څخه ندی ښکته شوی او دننه په الوتکه کې یې د جنرال باجوه سره خبرې کړي دي. هغه همداشان ادعا کړې ده چې جمهور رئیس غني غوښتي چې دغه سفر پټ پاته شي.
وروسته له هغې چې دغه موضوع په افغانستان او پاکستان کې د ټولنیزو شبکو د کاروونکو ترمنځ په تود بحث بدله شوه، د افغانستان د جمهوري ریاست ویاندویانو هغه تکذیب کړه.
د حکومت د رسنیو رئیس او د جمهوري ریاست پخواني ویاند دواخان مینه پال په خپل ټویټرددې ادعا د ردولو په ترڅ کې لیکلي: "...پاکستان ته د جمهور رئیس وروستی سفر د ۲۰۱۹کال د جون په میاشت کې و او پاکستان ته یې بل هیڅ ډول رسمي او غیر رسمي سفر ندی کړی."
سفر از قبل اعلام نا شده در بین مقامات کشور ها یک امر مروج و پذیرفته شده است و به دور از عرف و پرنسیپ دیپلوماتیک نیست. آخرین سفر رئیس جمهور به پاکستان در جون ۲۰۱۹ بوده دیگر هیچ سفر رسمی و غیر رسمی به پاکستان نداشته است.
— Dawa khan Menapal (@menapal1) April 28, 2021
همداراز په پاکستان کې د "پښتنو د تحفظ غورځنګ" یو شمیر مطرحو څیرو پاکستان ته د جمهور رئیس غني د پټ سفر ادعاوی د پاکستان د استحباراتي منابعو د تبلیغاتو یوه برخه ګڼلې ده.
دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، تازه له پاکستان غوښتي چې افغانستان سره د دوستۍ او دښمنۍ ترمنځ یوه انتخاب کړي. هغه دمخه تر دې ویلي وو چې افغانستان له پاکستان سره ستونزه لري.
د افغانستان حکومت تل پاکستان پدې تورن کړی چې ترهګرې ډلې تجهیزوي او ورته پناه ورکوي تر څو يه افغانستان کې تروریستي بریدونه وکړي؛ هغه ادعا چې پاکستان تل رد کړې ده.
ښاغلي غني درې ځلې پاکستان ته رسمي سفر درلودلی دی. لومړی ځل په ۲۰۱۴کې، دوهم ځل ۲۰۱۵کې د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره او وروستی ځل یې په ۲۰۱۹کې پاکستان ته سفر کړی دی.